نن ورځ د مالیې وزیر او د سوداګری د وزارت سرپرست هغه سوداګریزه پروژه چې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ د یوځای کیدو د اسانتیا (TAFA) پرو ګرام دی چی د امریکې د متحده ایالاتو له لورې تمویلیږی اعلان کړ ترڅو سوداګریزقوانین او مقررات غښتلی ، د ګمرکاتو کړنی ګړندۍ او د افغاني سوداګرو د دوامدارې پروسي کموالۍ را منځته کړی.
د افغانستان د دولت او د (TAFA) پروژه به له تخنیکي مشاورینو سره کار وکړی ترڅو دا ډاډ ترلاسه شی چی غوره سوداګریز تړونونه به په افغانستان کی د سوداګری کچه زیاته کړی چې افغانی سوداګری ته به نیغ په نیغه ګټه ورسوی.
دغه پروګرام به د افغانستان د دولت سره مرسته وکړی تر څو د خبرو اترو او دنویو تړونو د پلی کولو له لاری د سیمې او نړۍ په کچه سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړی.
دغه فعالیتونه د قوانینو او ګمرکاتو د کړنلاری اصلاح کولو، په سرحداتو کې د خنډونو لرې کولو، د عوایدو د راټولولو ښه کولو او د اداری فساد کمولو ته اړتیا لری. دغه پروګرام همدارنګه بهر کې د نړیوالو معیارونو په منلو د افغانی توکو پلورل او د صادراتو د کیفیت کنترولولو ته غوره والۍ وربښي.
د افغانستان د سوداگری او صنایع خونه، او د هغی پوری اړوند بنسټونه په دغو کوښښونو کی ونډه اخلی ترڅو افغانی سوداګر او نور خلک وکولای شی چی په بهر کی خپل توکی او خدمتونه خرڅ کړی او به مجموع کی افغانستان ته نیکمرغی ور په برخه کړی.
د مالی وزیر ښاغلی عمر زاخیلوال وویل" د سوداګری لاښه او د وړاند وینی وړ قوانین بهرنی پانګونی جذبوی او د افغانی وګړو لپاره د کار کولو زمینه برابروی. افغانی سوداګری دیته اړتیا لری چی د نړی د سترو بازارونو له نږدیوالی څخه ګټه واخلی ترڅو د اوږدی مودی اقتصادی پرمختګ ډاډ من شی."
د سوداګری او صنایع سرپرست وزیر ښاغلی غلام محمد ییلاقی وویل" سوداگری به د افغانستان سره مرسته وکړی چی د ګاونډیو هیوادونو او د نوری نړی سره ښی اړیکی ولری. او په نړی کی به د افغانستان اهمیت لا زیات کړی."
د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل ایکن بیری وویل" مونږ غواړو چی د افغانستان د هغه مهم هدف څخه ملاتړ ته دوام ورکړو چی غواړی سوداګری او د اوږدی مودی اقتصادی ودی ته پراختیا ورکړی، افغانی او نړیوال سوداګریز ماهرین به یو له بله سره مرسته وکړی ترڅو قوانین او مقررات نوی کړی او ددی ډاډ ترلاسه کړی چی روښانه میکانیزمونه شته چی د هغی له لاری لاښه آزاده سوداګری منځته راتلای شی . د آزاد تجارت څخه مطلب کمی تعرفی او لږ سرحدی مالیات دی."