نن د کابل د تعلیم او تربی د پوهنتون د محصلینو یو ۲۲ کسیز ټیم د ادیتوریم مخی ته د ستیچ په سر حاضر شول تر څو ددی پوهنتون د لمړنیو محصلینو په توګه ددی پوهنتون څخه د ماسټری دیپلوم تر لاسه کړی.
دغه محفل د مافوق لسانس د هغه پروګرام د بریالیتوب یوه نښه ده چی لګښت یی د امریکی دحکومت لخوا د تعلیم او تربی پوهنتون ته ورکړل شوی ترڅو محصلین پدی قادر کړی چی بهر ته د تګ نه پرته په افغانستان کی ماسټری تر لاسه کړی.
همدارنګه د فارغینو یو بل ۱۹ کسیز ګروپ چی خپله ماسټری یی د امریکی د متحده ایالاتو د اندیانا او مسوچستس د پوهنتونونو څڅه لاسته راوړی وه وویاړل شول.
د لوړو تحصیلاتو معین ښاغلی پروفیسور محمد عثمان بابری او د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکن بیری ددی محفل په اوږدو کی محصلینو ته دیپلومونه ور وسپارل. د لوړو تحصیلاتو معین ښاغلی بابری ددی پروګرام د لرلو د اهمیت یادونه وکړه چی د هیواد ټولو پوهنتونونو ته به ورسیږی.
نوموړی زیاته کړه چی “ په هیواد کی د ماسټری پروګرام یو ډیر ښه پروګرام دی، ځکه چی د افغانانو لخوا جوړ شوی او تعلیمی نصاب یی هم افغانی ده او په دری ژبه تدریس کیږی. دا یو مناسب پروګرام دی ځکه چی د افغانستان د اړتیاوو سره سمون خوری او د لوړو تحصیلاتو وزارت په پام کی لری چی دا پروګرام د اوږدی مودی لپاره جاری وساتی."
د امریکی سفیر ښاغلی ایکن بیری ټولو محصلینو ته مبارکی وویله او ددی په اهمیت یی ټینګار وکړ چی نوی فارغ شوی محصلین باید د خپل تدریسی مهارت څخه ګټه واخلی او په پراخه توګه د افغانستان په ټولو پوهنتونوکی د تعلیم او تربی په برخه کی محصلین و روزی.
د امریکی سفیر زیاته کړه چی د تعلیم او تربی په برخه کی د ماسټری دغه پروګرام د افغانستان د تعلیم او تربی د سیستم د ظرفیت د لوړوالی لپاره او په مجموع کی د هیواد د پرمختګ لپاره یو ډیر با ارزښته پروګرام دی.