One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د هی میدان-طی میدان د...

د هی میدان-طی میدان د لیدونکو سروی معلومات خپاره کړل

د طلوع تلویزیون د هی میدان-طی میدان پروګرام د لیدونکو په هکله د یوی سروی لمړنی موندنی نن خپاره شول چی وایی د  ۳۵ سلنی څخه زیات خلک په افغانستان کی هره شنبی شپه دا پروګرام ګوری. دا سروی د وایز ستراتیژیک کمیونیکیشن (Wise Strategic Communication) لخوا د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری (USAID) په مالی مرسته ترسره شوی ده.

وایز دا سروی د اپریل په میاشت کی په نهه ټاکل شویو ولایتونو کی ترسره کړه. پدی سروی کی د ۲۰۰ څخه ډیرو ګډونکونکو رای ورکړه، په ۹ فوکس ګروپونو کی ۴۵ باخبره خلکو سره اساسی مرکی ترسره شوی  ترڅو د هغوی نظرونه او ددی پروګرام اغیز په افغانی لیدونکو باندی ارزیابی کړی.

د هی میدان-طی میدان یا (On the Road) پروګرام چی د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری لخوا تمویلیږی د افغانانو ملی ویاړ د توپیرونو سره سره د یو موټی او متحد اولس په شان جوړوی. دا پروګرام هره اونی یو نوی ولایت او سیمی ته خپله پاملرنه اړوی. ښاغلی مجیب عارض د مختلفو ولایتونو تاریخی، ټولنیز، او کلتوری اړخونه رابرسیره کوی، سیمه ایز خوراکونه څکی، سیمه ایزی لوبی کوی او سیمه ایز تاریخی ځایونه ګوری. دا پروګرام د هیواد د هر ګوډ څخه،د نړیوالی ټولنی په همکاری د افغانستان حکومت لخوا د بی شمیره کامیابو پرمختیایی پروژو په شمول، واقعی افغانی کیسی خلکو ته وړاندی کوی. د بزګرانو، ډاکټرانو، کارکونکو،ځوانانو او ټولنو مشرانو سره د مجیب مرکو له لیاری افغانان په خپل هیواد کی تغیرات ګوری او د پرمختیایی کوښښونو اغیز په خپله د افغانانو د خبرو له لیاری اوری.

د سروی څخه ځنی موندنی او لاس ته راوړنی په لاندی ډول دی:

  • په ښه برابر ډول لیدونکو سره خبری شوی وی، د رایو معلوماتو د ښودنو له مخی هزاره، تاجک، ځوانو او با تحصیله ځواب ورکونکو لږ څه ډیر غوښتل چی دا پروګرام وګوری.
  • پروګرام په ښه ډول رسیدلی وو، او ځواب ورکونکی دی ته لیوال وو چی د خپل هیواد د هر ګوډ څخه د رنګارنګو کلتورنو او تاریخ په هکله د زده کړی ښه موقع ده. د لیدونکو ۹۷ سلنی غوښتل چی دی پروګرام ته دی ادامه ورکړل شی او تر ټولو لوړه غوښتنه دا وه چی هره برخه دی اوږده شی.
  • د موندنو څخه یو دا وه چی لیدونکو دی پروګرام ته د ملت جوړونی سره تړاو ورکاوه.

د فوکس ګروپونو له لیاری (Wise Communication)  لاری ته اچولی وو په ملی یووالی باندی ځانګړی تاکید شوی وو ترڅو د یوی اونی څخه تر بلی اونی پوری د هی میدان-طی میدان پروګرام له لیاری ملی یووالی لا ښه قوی شی. ځنی ځوابونه په لاندی ډول وو.

  • "دا د افغانانو په ملی یووالی کی یو مثبت رول لوبوی. کله چی افغانان نور خلک په ولایتونو کی ګوری چی یو شان دین لری او د هغو د ژوند کولو او کلتورونو څخه خبریږی او ګوری چی د هغو ترمنځ هیڅ ډول توپیر نشته."
  •  "یو مثبت ټکی ته چی زه غواړم اشاره وکړم هغه داده چی خلک د نورو ولایتونو د خلکو دودونه ګوری او دا د نژادی ستونزو په کمولو کی مرسته کوی."

د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری مشر ښاغلی ویلیم ام فری وویل،"هغه سروی چی وایز کمیونیکیشن لاری ته اچولی وه دا وښوده چی ولی دا پروګرام یوه بریا ده. دا پروګرام د افغانستان خلک د تیرو سیاسی او ټولنیزو کرښو څخه سره را یو ځای کوی چی ددی هیواد مختلف دودونو سره سره یو بل په غیږ کی راونیسی. مونږ ویاړو چی دا پروګرام ته مو مالی مرسته برابره کړی ده او هیله کوو چی دا پروګرام تر ډیرو راتلونکو کلنو پوری دوام ومومی."

د موبی ګروپ یوه برخه، ده طلوع تلویزیون دا هدف لری چی نوی پروګرامونه جوړ کړی ترڅو افغانان خبرکړی، خوشحاله کړی او ورته غوښتنی وړاندی کړی. د موبی ګروپ مشر ښاغلی سعد محسنی وویل،" د هی میدان-طی میدان پروګرام د بریا تر ټولو په زړه پوری اړخ دادی چی دا په افغانستان د خپل شان لمړنی پروګرام دی چی هره ورځ افغانان پدی توانوی ترڅو یو بل وپیژنی. د ټولو سره سره مونږ د هیواد یو کوچنی تصویر ولید او نور ډیر لا شته چی وکتل شی."

د سروی مکمل راپور کولای شی د http://www.irp-af.com ویبسایټ څخه لاس ته راوړی.

Learn more: Infrastructure

About this activity: Infrastructure and Rehabilitation Program (IRP) - Roads (LBG/B&V)

Announcements

In the News