د کابل ښاروال ښاغلی محمد یوسف نواندیش، د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری (USAID) ریس ښاغلی بل فری، افغانی کارکونکو، میلمنو او نړیوال مرستندویو نن د نیالګیو کرلو په غونډه کی چی کابل زوړ ښار په سیمه کی د باغ قاضی تاریخی بڼ د بیارغونی دوهم پړاو پیل کیدو په موخه جوړه شوی وه، برخه واخستله.
ددی 3.5 هکتاره بڼ ډیری ونی د شوروی یرغل په وخت کی شکول شوی وو او ددی سمیی څخه د منډوی په حیث کار اخستل کیدو چی د وخت په تیریدو سره د کثافاتو او انسانی فضله جاتوراجمع کیدلو په ځای باندی بدل شو. تیر کال د کابل ښاروالی تصمیم ونیو چی دا بڼ خپل لمړنی شکل بیاورغوی او د یوی جرمنی غیرحکومتی موسسی سره یوځای د کثافاتو پاکولو او زړو دوکانونو لری کولو کار پیل کړو.
د پاکولو څخه ورسته چی ترنیمایی زیات بڼ د پاکولو کار د پوره کیدو په حال کی دی، د امریکی متحده ایالاتوحکومت د آغا خان کلتوری مرکز Aga Khan Trust for Culture (AKTC) او کابل ښاروالی سره یوځای ددی پروژی پوره کولو په موخه کار پیل کړ. د کابل ښاروال ښاغلی نواندیش وویل،" څو اونی وړاندی مونږ د بی بی مهرو په پارک کی پټی پری کړه او ډیر زیات خوښښ یم چی اوس ددی پارک بیارغونی شاهد یاستو. دا زمونږ د پلانونو یوه برخه ده چی غواړو کابل ښارشین کړو او سږ کال غواړو لږ تر لږه ۱۰ پارکونه په کابل ښار کی جوړ کړو." د کابل ښاروال په خپل وار سره د امریکی سفارت او تولو نړیوالو مرستندویه موسسو څخه چی ددی موخی په لاسته راوړنی کی د ښاروالی سره مرسته کوی، مننه وکړه.
دا بیارغول شوی بڼ چی د کابل په زوړ ښارکی تر ټولو لویه سیمه ده، به د ونو په منځ کی د کورنیو لپاره د میلی کوچنی ځایونه، د فوټبال میدان او د ماشومانو لپاره د لوبو ځای ولری. د امریکی متحده یالاتو پرمختیایی اداری دغه 533,000 دالری بلا عوضه مرسته د پارک بیارغونی کار پوره کوی او همدارنګه د زوړ ښار دقیقه ارزونه کوی ترڅو دغه سیمه کی راتلونکی پروژی را وپیژنی. د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری ریس ښاغلی بل فری وویل،" زه د کابل ښاروال او د هغی عالی مشری څخه مننه کوم چی د نړیوالی ټولنی سره یوځای ددی پارکونو د بیارغونی زمینه برابره کړی ده. دا ډول پروژی به د کابل ښاریانو لپاره شنی سیمی برابری کړی ترڅو د طبیعت څخه خوند واخلی او د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداره د افغان خلکو سره مرستی او په ځانګړی ډول د کابل ښار په بیا رغونه کی متعهده ده."
د آغا خان کلتوری مرکز مرستیال ښاغلی اجمل میوندی د خبرو له مخی ددی بڼ د بیارغونی کار به سږ کال پوره شی او حتی په راتلونکی کال کی به د ونو کرل هم دوام ومومی.