One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د طره خیلو بریښنا فابریکه...

د طره خیلو بریښنا فابریکه د افغانستان حکومت ته وسپارل شوه

د کابل ښار څخه د باندی نن د یوی غونډی په ترڅ کی د  طره خیلو ۱۰۵ میګاواټه فابریکی مسولیت د امریکی متحده ایالاتو حکومت څخه د افغانستان اسلامی جمهوری حکومت ته په رسمی ډول وسپارل شو. د امریکی متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل آیکنبیری، د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداری مشر ښاغلی ایرل گاست، د اوبو او بریښنا وزیر ښاغلی اسماعیل خان او د افغانستان بریښنا شرکت لوی ریس ښاغلی داکتر جلیل شمس د پټی پری کولو او سپارلو رسمی غونډی کی ګډون وکږ.

د طره خیلو د فابریکی د شپږو جنراتورونو لمړنی بلاک د ۲۰۰۹ کال د اګست میاشتی په ۵ نیټه په کار پیل کړی وو او د ۲۰۱۰ کال د می میاشتی په ۳۱ نیټی ددی فابریکی کار په پوره ډول پوره شو. دا فابریکه اوس مهال د کابل ښار ۶۰۰ زرو اوسیدونکو ته چی د بریښنا شمال ختیځ سیستم سره نښتی دی، بریښنا د تولید ظرفیت لری.

د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر ښاغلی اسماعیل خان وویل،" زه غواړم چی د نړیوالی ټولنی او په ځانګړی توګه د امریکی متحده ایالاتو څخه مننه وکړم. دری کال مخکی کابل په اونی کی څو شپی یواڅی د ۲-۳ ساعتونو لپاره بریښنا درلوده  خو نن ورځ مونږ ۲۴ بریښنا لرو".

همدارنګه د امریکی متحده ایالاتو حکومت د افغانستان بریښنا شرکت سره د بریښنا ویشلو ملی مرکز او د طره خیلو زده کړی مرکز جوړولو په برخه کی همغږی کوی. نوموړی مرکز به په کابل ښار کی د بریښنا ویشل په موثره توګه تنظیم کړی او د زده کړی مرکز به د افغانستان بریښنا شرکت کارکونکو ته تخنیکی زده کړی برابری کړی.

د امریکی سفیر ښاغلی آیکنبیری وویل،" مونږ به دی پروګرام ته دوام ورکړو چی د افغانستان بریښنا شرکت  کارکونکو وړتیا ددی اغیزناکه فابریکی په اداره کولو، په کاراچولو او ساتنی په برخه کی لوړکړو". د خپلو خبرو په ترڅ کی ښاغلی آیکنبیری د بریښنا شرکت کارکونکو یوی ډلی ته اشاره وکړه او په لوړ غږ یی وویل،" د افغانستان راتلونکی دلته دی". د امضا کولو او پټی پری کولو رسمی مراسمو څخه ورسته ښاغلی آیکنبیری د ګډونکونکو یوی لوی ډلی سره د فابریکی دریم نمبر برخی څخه په داسی حال کی لیدنه وکړه چی د افغانستان بریښنا شرکت کارکونکو د جنراتورونو مغلق سیستم تشریح کولو.

ښاغلی آیکنبیری وویل،" د امریکی متحده ایالات به د هغه فرصتونو لټولو ته دوام ورکړی ترڅو تاسو سره د انرژی او نورو برخو کی پانګه واچوی ترڅو د ټولنیز او اقتصادی پرمختیا څخه ملاتړ وکړی. فرصتونه لوی دی څرنګه چی زمونږ تعهد د افغانستان پرمختګ لپاره لوی دی".

Learn more: Infrastructure

About this activity: Energy Partnership

Announcements

In the News