One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / کابل کی د ښځو د...

کابل کی د ښځو د کرهڼیزو خدمتنونو مرکز به اړوند موادو ته د افغان کروند ګرو ښځو لاسرسی لا زیات کړی

د افغانستان کروندګری ښځی به کرهڼیزتخمونواو اړوندو موادو ته ښه لاسرسی بیامومی ځکه چی نن په کابل کی د ښځو د کرهنیزو خدمتونو مرکز پرانستل شو.

د افغانستان د کرهڼی اوبو لګونی او مالداری وزیر ښاغلی محمد آصف رحیمی د هغو مراسمو مشری کوله چی ددی مرکز د رسمی پرانستنی په موخه په لاره اچول شوی وه پدی مراسمو کی د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل دبلیو آیکن بیری ، د ښځو د چارو وزیره آغلی حسن بانو غضنفر د نړیوالی پرمختیا لپاره د امریکی د متحده ایالاتو د اداری مشر ښاغلی ایرل ګسټ او د افغانستان او متحده ایالاتو دحکومتونو نورو استازو هم برخه درلوده.

د کابل د ښځو د کرهنیزو خدمتونو مرکز د هغو  اوو(۷) کرهنیزو خدماتو د مرکزونو څخه یو دی چی همدا اوس په افغانستان کی فعالیت کوی. خو دغه مرکز یواځنی مرکز دی چی د ښځینه کروندګرو لپاره جوړ شوی دی . دغه اووه مرکزونه د هیواد په ۳۴ ولایتونو کی د کرهنیزو خدمتونو د مرکزونو د ملی شبکی د پرانستنی لپاره یو بنسټ جوړوی. او د ۴۳۰۰۰ نه زیاتو کورنیو ته ګټه رسوی. په افغانستان کی د کرهنیزو خدمتونو دغو اوو مرکزونو د ۲۳۵ څخه زیاتی دندی منځته راوړی دی او د ۱۵۰۰۰ خلک یی تربیه کړیدی. همدارنګه د ۲۰۰۸ کال د مارچ د میاشتی څخه د ۲۰۱۰ کال تر جون پوری یی ۲۴ میلیونه ډالره د خرڅلاو له لاری لاسته راوړی دی.

په افغانستان کی د کرهڼیزو خدمتونو د اتحاد د پروګرام سره د امریکی حکومت د USAID له لاری  د ۳.۵ میلیونه ډارو په پانګی اچونی سره  دا د ښځو د کرهنیزو خدمتونو لمړنی مرکز دی چی د ۱۰۰۰۰ نه زیاتی افغانی ښځی به ددی مرکز څخه ګټه واخلی. دغه مرکز به د څو هغو ښځینه کرهنیزو مرکزونو بیلګه وی چی په ټول افغانستان  کی به جوړیږی .

د متحده ایالاتو دحکومت په ملاتړ جوړکړای شوی کرهنیزمرکزونه کروندګرو ته ډیر ښه تولیدات لکه  تخمونه . کیمیاوی سری، د څارویو خواړه، سامانونه، ماشین آلات او د ګلخانو پوری اړوند مواد وړاندی کوی. ددی نه علاوه دغه مرکزونه د ښځو د نورو کورنیو تولیداتو  لکه مربا، اچار، شات او لاسی تولیداتو لپاره د مغازی په توګه کار کوی. 

د کرهڼی وزیر ښاغلی رحیمی وویل،"د کرهنیزو خدماتومرکزونه ګټی یوه لړی جوړوی چی د برخه اخستونکو کروندګرو او ددوی کورنیو ته ډیر ارزښت لری. د توکو کیفیت پیژندلو څخه نیولی د کوپراتیفونو لاښه کولو، د بازارونو او سوداګری ترمنځ د اړیکو رامنځ ته کولو پوری تامینول. یو کرهڼیز خدمتونو مرکز یو ارزښتناکه منبع ده چی بزګران او کرهڼیز ټولنی لا ډیر بریالی کوی. نن دا نوی کرهڼیز خدمتونو مرکز ښځوته،چی د افغانستان د کرهڼی کاری قواه یوه مهم برخه جوړوی، ځانګړی پام اړوی. په سالم نظر سره، موثره ستراتیژی او همکاری، کرهڼیز خدمتونو مرکزونه نن ورځ مهم کامیابی ده او سبا به لاهم ډیر مهم وی."

د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکنبیری وویل،" د امریکی متحده ایالاتو حکومت پدی ویاړی چی ددی پروګرام او په ځانګړی توګه د هغومتعهده ښځوڅخه، چی د خپلو کورنیو سره د مرستی، خپلو ماشومانوته د ډوډوی پیدا کولو، او د افغانستان اقتصادی ودی او بریا په موخه کار کوی، ملاتړ کوی. څرنګه چی افغانستان د کرهڼیز محصولاتو لاښه کیدو په لار کی پرمختګ کوی نو ښځی د پرمختګ په پروسه کی غیر لیدونکی نشی پاتی کیدلای. د متحده ایالاتو حکومت افغانستان دی ته هڅوی ترڅو د افغانی کلتور قبول وړ لار چاری پیدا کړی ترڅو افغانی ښځی وشی کولای په تصمیم نیولو کی برخه واخلی او ددی لاری خپل ژوند او د خپلو کورنیو ژوند لاښه کړی."

Learn more: Gender & Participant Training | Agriculture

About this activity:

Announcements

In The News