One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / ولس مشر کرزی د سواد...

ولس مشر کرزی د سواد د زده کړی ورځ ولمانځله

Karzai celebrates Literacy Day

USAID/Afghanistan

President Hamid Karzai celebrates Literacy Day in Kabul, Afghanistan.

ښاغلی ولس مشر کرزی او د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکن بیری  نن د نړیوالو مامورینو د یو کوربه سره یو ځای په افغانستان کی د سواد په برخه کی شوی پرمختګ و لمانځه.

په دغه مراسمو کی چی د کابل په امانی عالی لیسه کی تر سره شول د افغانستان حکومت  د امریکی د متحده ایالاتو د حکومت ، د جرمنی او د ملګرو ملتونو د استازو سره یو ځای   برخه درلوده تر څو د سواد د زده کړی ورځ  و لمانځی او په دی برخه کی په زیاتیدونکی  پرمختګ رڼا واچوی.

افغانستان په نړی کی د بی سوادی د لوړی کچی لرونکو هیوادونو څخه یو دی. د ۱۱ میلونو څخه زیات افغانان چی عمرونه یی د ۱۵ کلونو څخه زیاد دی لیک او لوست نشی کولای .  په کلیو کی چیرته چی د ټولو افغانانو  ۳/۴ برخه ژوند کوی  ۹۰ په سلوکی ښځی او د ۶۰ فیصدو نه زیات  نارینه بی سواده دی.

د افغانستان اسلامی جمهوریت،  د ملګرو ملتونو له استازو،  د امریکی د متحده ایالاتو د حکومت او د جرمنی له حکومت سره یو ځای نن په کابل کی د امانی په عالی لیسه کی د سواد د زده کړی په برخه کی شوی پرمختګ و لمانځه.

پدی پروګرام کی د تعلیم او تربی وزیر ښاغلی غلام فاروق وردک وویل ؛ د لوستلو مهارت یو د هغه ډالیو څخه ده  چی مونږ یی افغانستان ته راوړلی شو؛ د  بی سوادی سره د مبارزی په برخه کی د نړیوالی ټولنی سره زمونږه همکاری یواځنی مهم عامل دی چی ټول افغانان سره متحد کولای شی.

پدی پروګرام کی د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی ایکن بیری  وویل"د لیک ، لوست او شمیرلو قدرت د دروازو پرانستلو او د ښه چانس د لاسته راوړلو  یوه  لازمی وسیله ده   او د  اوږد محالی پرمختیا، سولی او دیموکراسی لپاره ډیرارزښت لری . د امریکی متحده ایالات پدی فخر کوی چی د تعلیم او تربی وزارت د سواد د زده کړی د ملی څانګی څخه دوامدار ملاتړ کوی او د افغانستان د حکومت او خلکو ترشاه ټینګ ولاړ دی ځکه چی تاسو کارکوی ترڅو خپل وطن بیا جوړکړی او د سواد د زده کړی ملی ورځ  ولمانځي."

ټولنی ته د قدرت د ورکولو په موخه د زده کړی پروګرام ،د سواد د زده کړی د کمپاین بنسټ جوړوی، د تعلیم او تربی د وزارت او د نړیوالی پرمختیا لپاره د امریکی د متحده ایالاتو د اداری لخوا د زده کړی پنځه کلن پروګرام ددی لپاره جوړکړای شویدی چی د افغانستان د بی سوادی په لوړی کچی او د ټولنی د پرمختګ په ټیټی کچی مثبت اغیز ولری.

دغه پروګرام په ۲۰ ولایتونوکی په کلیوالو او ښاری سیموکی ۲۵۰۰۰۰ بی سواده ماشومانو او لویانو ته د لوست او اغیزمندتوب د مهارتونو  د زده کړی زمینه برابروی.د وزارت د سواد په ملی څانګه کی د نړیوالو کارپوهانو یو ګروپ د افغان د ملی پروژی له مشرانو سره له نژدی نه کار کوی تر څو ددی پروګرام لپاره سیستمونه  جوړکړی او په ۲۰ مطلوبو ولایتونوکی یی پلی کړی.

د معارف د وزارت سره په همکاری کی د کار پوهانو دغه ګروپ د متحد سواد او د اغیزمند توب د زده کړی د موادو یو سیټ ( ۳۴ فصلونه او یا۴۰۸ د زده کړی ساعتونه ) منځته راوړی او د ۳۰۰ څخه زیات ترینران ، د اغیزمند توب د مهارتونو  ۴۰ مرستیالان او ۳۸۰۸ کلیوال همکاران یی چمتو کړی ترڅو دغه پروګرام پلی کړی. ددی نه علاوه، د ۷۹ ولسوالیو په ۱۷۵۱ ټولنو کی ۶۸۰۷ د زده کړی مرکزونه تاسیس کړای شویدی چی ۱۵۲۵۷۲ سوب ګډون وال لری. دغه پروګرام  د ۷۱۶۶۵ څخه زیات بی وزلی ځوانان او کاهلان په بریالی توګه په هغه کلیو کی د خپل ځان لپاره د سپما په ۶۱۵۲  ګروپونو کی تنظیم کړیدی دی چیرته چی غریبی ، جنګ، او بی سوادی د خلکو د پرمختیا لپاره سترخنډونه دی.

د امریکی دمتحده ایالاتو حکومت  په افغانستان کی د سواد د زده کړی په برخه کی یو ستر مرسته کوونکی دی چی د معارف له وزارت سره  تخنیکی او مالی مرستی کوی تر څو د نورو نړیوالو برخه اخستونکو سره په نژدی همکاری کی د سواد او مهارتونو د زده کړی زمینه  خلکو ته برابره کړی او د زده کړی ملی اهداف تر لاسشی.

Learn more: Education

About this activity: Learning for Community Empowerment Program (LCEP-2)

Announcements

In the News