One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / افغانی بزګرانو د ۲۰۱۰کال د...

افغانی بزګرانو د ۲۰۱۰کال د غنمو د تخم د ویش په پرورګرام کی برخه واخیسته

افغانی کلیوال بزرګران سهار وختی په صف کی قطار ولاړ ول  ترڅو د ۲۰۱۰ کال د غنمو د ویش په ملی پرورګرام کی چی د (USAID) په مالی مرسته د(AVIPA) د پرورګرام له لاری وړاندی کیږی، برخه واخلی .

کلیوالو بزرګرانو داسی کوپونونه لاسته راوړل چی دوی ته حق ورکوی ترڅو په ټیټه بیه  دغنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سره لاسته  راوړی تر څو ددی لاری د افغانستان د غنمو تولید او کیفیت لوړ کړای شی. د ویش په هغه پرورګرام کی چی د دوشنبی په ورځ په لاره اچول شوی وه بزګرانو خپل کوپونونه او د اصلی قیمت ۳۵ فیصده تسلیم کړل تر څو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سره لاسته راوړی، دوی د هغه ۲۶۰۰۰۰ بزګرانو لمړی ګروپ جوړ وی چی په ۳۱ ولایتونو کی به په ژمی کی د غنمو د کښت په موسم کی دیته ورته ملاتړ تر لاسه کړی.

په افغانستان کی د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل دبلیو آیکن بیری د غنمو د ویش په ننی پروګرام کی ګډول وکړ او ددی موقع یی تر لاسه کړه چی د بزرګرانو سره د دوی د امیدونو په هکله چی په راتلونکی کال کی یی د غنمو د فصل د زیاتوالی په هکله لری خبری وکړی.

د امریکی متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکنبیری وویل،" زه خوشحاله یم چی نن ورځ د غنمو د تخمونو د ویش شاهد یم. د امریکی متحده ایالاتو حکومت د خپلو پلی کونکو شریکانو سره یوځای متعهد دی د غنمو کیفیت ښه کولو له لیاری د افغانستان غنمو د تولید ښه کولو سره مرسته کوی. غنم د افغانانو د خوراک یوه مهمه برخه ده. مونږ غواړو د کرهڼی او مالداری وزارت سره مرسته وکړو ترڅو په لری پرتو سیمو کی هغه بزګرانو سره چی غنم کری اړیکه ټینګه کړی او هغوی ته ښه کیفیت درلودونکی کرهڼیز تخمونه او تخنیکی مرستی برابری کړی ترڅو وشی کولای خپل حاصلات زیات کړی. زمونږ د کرهنیز کوپونونو (AVIPA) پروګرام موخه، بزګرانوته د تولید ظرفیت پیدا کولو او بازار موندنی د فرصتونو پیدا کول دی."

تراوڅه د AVIPA  او د AVIPA-Plus پروګرامونو د ۲۰۰۹ کال راهیسی د ۷۰۰۰۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته کوپونونه ویشلی دی چی ددی لاری په مجموعی ډول ۱۲۰۰۰ ټنه اصلاح شوی تخمونه او ۵۵۰۰۰ ټنه کیمیاوی سره په ۲۰ ولایتونو کی ویشلی دی.

د خوراکی توکو مستقیمه مرستو د بدیل په توګه، AVIPA او AVIPA-Plus په نظر کی لری کرهڼیز مواد لکه غنم او کیمیاوی سره په ارزانه بیه بزګرانو ته ورکړی او ددی لیاری دوامداره معیشت ته وده ورکړی. ورسته بزګران کولای شی محلی تولیدات، ټولینیز تصمیم نیول، د بزګرانو او موادو برابرونکو ترمنځ اړیکی تشویق کړی او ورسره مرسته وکړی. USAID او پلی کونکی شریک یی IRD، د افغانستان کرهڼی او مالداری وزارت سره د تخمونو د محلی ویش پروګرام په ډیزاین مرسته کړی ده.

Learn more: Agriculture

About this activity: Afghanistan Vouchers for Increased Production in Agriculture – Plus (AVIPA Plus)

Announcements

In the News