د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکن بیری د کرنی اوبو لګونی او مالداری وزیر ښاغلی محمد آصف رحیمی او د نوموړی وزارت معین ښاغلی سلیم خان کندوزی نن د کابل په بادام باغ کی د نړیوال کرنیز نندارتون پرانستنه و لمانخله. په راتلونکو دوه ورځو کی به دغه نندارتون د ټول افغانستان څخه په زرګونو لیدونکی ولری.
نړیوال کرنیز ننداتون به د ۱۳۶ افغان او ۴۰ نړیوالو پلورونکو کوربه وی او په افغانستان کی د ټولو نه د ښو کرنیزو تولیداتو ، لکه انګور، انار، وچه میوه ، مندکی ، کشمیره او داسی نورو عالی حاصلاتو او کرنیزخدمتونو ښودنه کوی.
ددی پروګرام په ترڅ کی د امریکی سفیر ښاغلی آیکن بیری وویل،"د کرنی په برخه کی د افغانستان پرمختګ ددی ویاړلی ملت سره مرسته کوی چی ترقی وکړی او د خوراکی توکو د برابرولو له لاری افغانان خود کفا، مارکیټونه خلاص، او د اقتصادی ودی او پانګه اچونی فرصتونه زیات کړی."
USAID د کرنی اوبولګونی او مالداری د وزارت سره په همغږی کی د ۲۰۰۷ کال راهیسی د ۱۳ کرنیزو نندارتونو لپاره مالی مرسته کړیده ترڅو په کرنیز صنعت کی سوداګری وهڅوی او خلکو ته کار پیدا کړی، دغه نندارتونونه د ګډون کوونکو سره مرسته کوی ترڅو د افغانستان د مخ پرودی کرنیز سکتور سره اړیکی پیداکړی . همدارنګه دغه نندارتونونه په سلګونو تولیدوونکی. پیرودونکی، بسته جوړونکی، د یخ خانی (سړوخونو) د تکنالوژی کمپنی ، د تجهزاتو سوداګران، نړیوال استازی، او حکومتی اداری سره را ټولوی تر څو د سوداګریزو اړیکو او همکاری لپاره لاره هواره کړی. د سمینارونو جوړول، خلکو ته کرنیزو توکو ښودنه او څرګندونه به د خلکو پوهه سره شریکه او د کرنیزو تولیداتو ښی تجربی به زیاتی کړی.
د سږ کال په برخه اخستونکو کی د ټول افغانستان او همدارنګه د نورو هیوادونو لکه د امریکی متحده ایالات، چین، جرمنی، هندوستان، پاکستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان او د عربی متحده اماراتو څخه وارد وونکی. صادروونکی، عمده پلورونکی ، پرچون خرڅوونکی. تولیدوونکی . د تخمونو برابروونکی او د خدمتونو برابروونکی شامل دی.