نن د بدخشان ولایت په فیض آباد کی کلیوالی ښځی سره را ټولی شوی وی تر څو د هغه پروګرام په جریان کی خپل سندونه تر لاسه کړی چی د قابله ګی له روزنیز پرورګرام څخه ددوی د فراغت د لمانځنی په موخه جوړ شوی وه . د بدخشان د ټولنی د قابله ګی روزنیز پروګرام د ۲۰۰۵ کال راهیسی د USAID په مالی ملاتړ په بدخشان کی فعالیت کوی اود آغا خان د انکشافی شبکی(AKDN) لخوا پر مخ بیول کیږی.
هغه ښځی چی د ټولنی د قابله ګی په روزنیز پروګرام کی برخه اخلی د دوو کلونو لپاره هغه روزنیز نصاب تعقیبوی چی لیلیه هم لری . پدی پرورګرام کی د برخه اخیستلو لپاره ښځی په ګډه د ټولنو د مشرانو، د روغتیا وزارت د استازو او هغه غیر دولتی بنسټونو لخوا ټاکل کیږی چی دغه پروګرام پلی کوی. د فراغت نه وروسته سمد ستی دغه ۲۳ تنه ښځی بیرته خپلو کلیو ته د خدمت په موخه راستنیږی او په کلیوالو کلینیکونو او روغتیایی مرکزونو کی ګمارل کیږی. تر اوسه پوری د بدخشان د قابله وو د روزنیز پروګرام څخه ۴۷ قابلی فارغی شویدی.
پدی مراسمو کی د بدخشان ولایت سرپرست والی شمس الرحمن شمس، د عامی روغتیا له وزارت څخه ښاغلی ډاکټر ستار جبارزی ، د قابله و د اتحادی یوی استازی ، د آغا خان د انکشافی شبکی استازی او د USAID سرپرست رئیس ښاغلی کیوین براوناویل برخه اخیستی وه.
پدی پروګرام کی د USAID سرپرست رئیس ښاغلی براوناویل وویل" قابله په ټولنه کی ډیر ارزښت لری تر څو د مور او ماشوم روغتیا ښه کړی او د غیر ضروری مړینو څخه مخنیوی وکړی. په بدخشان او په ټول هیواد کی قابلی د مور او ماشوم په روغتیا باندی ډیر تاثیر لری، خپلی ټولنی ته د خدمت له کبله زه له تاسو څخه مننه کوم.
USAID د روغتیا له وزارت او د خپلو پلی کوونکو همکارانو ( Jhpiegoچی د جان هاپکن د پوهنتون پوری تړلی ده) سره په همغږی کی د قابله وو د روزنی ۱۲ پروکرامونو سره مالی مرسته کړی او په هیواد کی یی د فعاله قابله وو ۵۰ روزلی دی . د عامی روغتیا وزارت داسی تخمین کوی چی د ۲۰۰۲ کال راهیسی په افغانستان کی ۲۶۰۰ قابلی تربیه شویدی چی په نوموړی کال کی د قابله وو شمیر ۴۶۸ ته رسیده.