One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د کابل د کرکټ ملی...

د کابل د کرکټ ملی سټیډیوم نوی بڼه غوره کوی

نن د کرکټ ګڼو مینه والو ولیدل چی د مالی وزیر ښاغلی محمد عمر زاخیلوال او د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل ډبیلو آیکن بیری د کابل د کرکټ د سټیډیوم د رغولو  د بنسټ ډبره کیښوده.

په ډیرو نړیوالو تورنمنتونو کی د ملی ټیم د بی ساری له کبله کرکټ په افغانستان کی مشهورتیا پیدا کوی. د کرکټ لوبغاړی ورځ په ورځ زیاتیږی او په هغوی که نه یواځی نارینه بلکه ښځینه لوبغاړی هم شاملی دی. همدا اوس د ۱۰۰ نه زیاتی ځوانی  زنانه لوبغاړی په کابل کی د کرکټ لوبه کوی او د افغانستان د کرکټ بورډ په نظر کی لری چی په ۲۰۱۱ کال کی د آسیا د الایت کپ تورنمنت لپاره چی د ۲۰۱۱ کال د فبروری په میاشت کی ترسره کیږی د ښځو د کرکټ یو ملی ټیم جوړ کړی.

پدی مراسموکی د مالی وزیر ښاغلی عمر زاخیلوال وویل "  کرکټ په افغانستان کی د لوبی نه زیات اهمیت لری. دا یوه وسیله ده چی ډول ډول پس منظر لرونکی افغان ځوانان سره راغونډوی . دا لوبه د عادی افغانانو د فخر منبع او ددوی د هوډ او عزم یو مثال ده. دا یوه لوبه ده چی زمونږ په هیواد کی د سولی او ثبات په راوستلو کی مثبت تاثیرات لرلی شی نو ځکه مونږ نن له  USAID څخه خوشحاله یو چی په کابل کی د کرکټ د ملی سټیډیوم په جوړولو کی زمونږ ملاتړ کوی “. وزیر زاخیلوال د افغان کرکټ بورد مشر هم دی.

د اټکل له مخی د کرکټ د سټیډیوم د رغونی کار به د ۲۰۱۱ کال د  جولای په میاشت کی بشپړشی. پدی رغونه کی به د احاطی دیوالونه ، پیچ، د اوبو شیندنی سیستم او څوکی ګانی شاملی وی. نوی شوی سټیډیوم به د عمومی مرکز په توګه د دواړو کورنیو او بهرنیو لوبو د میزبانی ځای وی او په یوه وخت کی به د ۶۰۰۰ کرکټ مینه والو لپاره ځای ولری.

دغه پروژه چی د نړیوالی پرمختیا لپاره  د امریکی دمتحده ایالاتو د اداری (USAID) لخوا تمویلیږی د کارګرانو د شدید کار د میتود څخه به استفاده وکړی ترڅو  ګڼ شمیر بی روزګاره افغانان د لنډی مودی لپاره په کار وګماری.

پدی  پروګرام کی د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی آیکن بیری داسی وویل " زه خوشحاله یم او پدی فخر کوم چی  د داسی پروژی یوه برخه یم چی د کرکټ سټیډیوم بیا رغوی  او د افغان ځوانانو او د کرکټ ملی ټيم لپاره داسی یو مصؤن ځای برابروی چی دوی به په راتلونکی کلونو کی په نوموړی ځای کی د کرکټ لوبه ترسره کوی. زه غواړم چی په ګډه سره په راتلونکی کی په داسی پروژو کار وکړو چی د سپورت له لاری د ځوانو  افغانانو ژوند لا ښه کړی".

دغه پروژه د افغانستان  او امریکی د حکومتونو لپاره یوه ښه موقع ده ترڅو په ګډه کار وکړی او د افغانانو  په ځانګړی توګه د ځوانانو اړتیاوی پوره کړی. دغه پروژه به د نړیوالی پرمختیا لپاره  د امریکی دمتحده ایالاتو د اداری (USAID)  د سیمه ایزی پرمختیا پروګرام له لاری دسیمه ایزه حکومت داری او د ټولنی د پرمختیا د پروژی(LGCD)   په اضافی ملاتړ ترسره شی. دUSAID  دغه پروژی ددی لپاره جوړی شویدی چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره مرسته وکړی ترڅو بی ثباته سیمو ته ځان ورسوی او د هغه خلکو سره اړیکی پیدا کړی چی په خطر کی دی او داسی زمینه مساعده کړی چی سیمه ایز خلک دیته وهڅوی چی پخپل ثبات او پرمختیا کی فعاله ونډه واخلی.

د کابل والی ډاکټر زبیح الله مجددی، د افغان کرکټ بورد اجرایوی مشر ښاغلی حامد شینواری، د کابل ښاروال محترم محمد یونس نواندیش، او په افغانستان کی د USAID مشر ښاغلی ایرل ګسټ پدی مراسمو کی ونډه درلوده.

Learn more: Stabilization

About this activity: Community Development Program – Kabul (CDP-K)

Announcements

In the News