One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / ژورنالستانود افغانستان د بريښنا د...

ژورنالستانود افغانستان د بريښنا د عامه تاسیساتو څخه کتنه وکړه

د امریکی د سفیر مرستیال ښاغلی ای انتونی وین پرون د داسی مراسمو کوربه وه چی د هغه ژورنالستانو په درنښت په لاره اچول شوه چی په کابل کی د افغانستان د بريښنا شرکت  تاسیساتو څخه د کتنی نه وروسته دلته راغلی وه. د افغانستان د بريښنا شرکت په افغانستان کی د بريښنا لمړنی خصوصی شرکت دی او په ډیر نژدی راتلونکی کی به خپل خدمتونه د هیواد ګوډ ګوډ ته ورسوی. د افغانستان د بريښنا شرکت په ۲۰۰۹ کال کی د افغانستان د حکومت له لوری او د USAID او نورو هدیه ورکوونکو لخوا د ۴ میلیونه ډالرو په مالی مرسته منځته راغلی

د امریکی متحده ایالاتو د سفیر مرستیال ښاغلی وین ژورنالستانو ته په خطاب کی داسی وویل" د امریکی حکومت غواړی چی د افغانستان د حکومت د هغه کوښښونو څخه ملاتړ ته ادامه ورکړی چی غواړی خپل د انرژی سکتور د افغانستان د راتلونکی اقتصاد د بنیاد په توګه جوړ کړی او پراختیا ورکړی.  په بریالی توګه  د افغانستان د انرژی د زیربنا د دندو د پرمخ بیولو لپاره دافغانستان د بريښنا شرکت ډیر اززښت لری."

دغو ژورنالستانو د جلال اباد، مزار شریف، هرات ، کندهار او هلمند د رادیو تلویزیونونو په استازیتوب د افغانستان د بریښنا شرکت د مشتریانو د خدمتونو د مرکز څخه لیدنه وکړه ، د مشتریانو د خدمتونو مرکز چی ددی ډول مرکزونو د جملی څخه لمړنی مرکز دی په خپل ترکیب کی د تیلفون له لاری دخدمتونو د وړاندی کولو یو مرکز، مراجعینو ته د خدمتونو د وړاندی کولو یو مرکز او د کابل بانک له لاری د بریښنا د لګښت د تحویلولو یوه څانګه لری.  نوموړو ژورنالستانو د GIS د لابراتوار څخه هم کتنه وکړه چی دغه لابراتوار اوسیدو په سیمو کی د بربښنا ویش ترسیموی چی د خدمتونو د وړاندی کولو او د مشتریانو د بریښنا په حسابونو کی د ستونزو په حلولو کی مرسته کوی.

همدارنګه ژورنالیستانو د تره خیل د ۱۰۵ میګا واټه جنراتور او د بریښنا د مصرف د کنترول د ملی مرکز څخه لیدنه وکړه . په تخمینی توګه په دغو تاسیساتو باندی ۳۰۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی چی د امریکی د حکومت لخوا ورکړل شویدی . د بریښنا د مصرف د کنترول ملی مرکز په شمال شرق کی د بريښنا د سیستم فعالیت ته ډاډمنتیا، موثریت، او مصونیت ور بخښي او د وارداتی بریښنا په سیستم کی د ستونزو د منځته راتلو په صورت کی دغه مرکز د مهم بدیل په توکه مهم خدمتونه وړاندی کولای شی.

ډاکټر محمد جلیل شمس ، د افغانستان د بریښنا شرکت اجرایوی رئیس وویل  "  د امریکی د متحده ایالاتو مرستو د افغانستان د بریښنا د خصوصی کولو لپاره  بنیاد جوړ کړ او له مونږ سره یی مرسته وکړه چی د خپلو فعالیتونو د بنیاد په توګه د نوی خصوصی سکتور د منځته راوړلو څخه ګټه واخلو چی د فساد د کموالی او مشتریانو ته د ښو خدمتونو د وړاندی کولو سبب کیږی."

د امریکی حکومت د نړیوالی پرمختیا لپاره د امریکی د متحده ایالاتو د اداری  له لاری ژمنه کړی چی د هغه ۱.۷ بیلیونه ډالرو له جملی څخه چی د افغانستان د انرژی د سکتور سره د مرستی لپاره ځانګړی شوی دی  ۴۰ میلیونه به په راتلونکو دوو کلونو کی د مرستی په توګه ورکړی.

Learn more: Infrastructure

About this activity: Energy Partnership

Announcements

In the News