کابل، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتی ۲۳ نیټه ــ تیره اونی USAID د مسوچستس له پوهنتون (UMass) (نړیوال تعلیمی مرکز) سره د یو کال لپاره یو تړون لاسلیک کړ ترڅو په افغانستان کی د ۱۸ پوهنتونونو سره مرسته وکړی. ددی تړون له مخی د مسوچسټس پوهنتون به د ماسټری د درجی له دوو پروګرامونو سره دوامدار ملاتړ او همکاری کوی چی په هیواد کی دننه د تدریس د طریقو د ښه والی او د انترنیت او چاپی موادو د سر چینو د لاښه کولو لپاره د لاسرسی یوه ښه موقع ده. او د عالی تحصیلاتو په برخه کی د امریکی د نړیوالی پرمختیائ اداری د فعالی ژمنی ښکارندوی کوی .
ددی تړون له مخی مسوچسټس او د هغه همکار پوهنتون یعنی د انډیانا پوهنتون به د عالی تحصلاتو وزارت تقویه کوی ترڅو د عالی تحصلاتو د پالیسیو او ابتکاری پروګرامونو رهبری په غاړه واخلی، د پوهنتون د استادانو د مسلکی پرمختګ او ترقی له لاری به د پوهنتون د تدریس د طریقی کیفیت لا ښه کړی او د ماستری د درجی موجود دوه پروګرامونه به لا تقویه کړی چی د انګلیسی ژبی او د عامه پالیسی او اداری په څانګو کی دی. دغه پروګرامونه او همدارنګه د انټرنیټ له لاری د زده کړی، د څیړنو مهارتونه او د محصلینو او استادانو لپاره د سمینارونو د جوړولو څخه عمومی ملاتړ د افغانی تعلیم د کیفیت د ښه والی لپاره عمده ارزښت لری. د مسوچسټس د رهبری لاندی پروګرامونه به سترو اکادومیکو، علمی او څیړنیزو ژورنالونو ( نشریو) ته لارسرسی پراخه کړی او پدی توګه به د پوهنتون له استادانو سره مرسته وکړی ترڅو په خپله تخصصی رشته کی تازه معلومات ولری.
د امریکی نړیوالی پرمختیایی اداری د عالی تحصیلاتو پروګرام غواړی چی د عالی تحصیلاتو څلور مهمو څانګو ته پراختیا ورکړی. د یادو پوهنتونونو څخه به تخنیکی ماهرین د عالی تحصیلاتو له وزارت سره د ستراتیژیکو پلان جوړولو، بودیجی او اداری سیستم د پراختیا به برخه کی مرسته وکړی ترڅو د عالی تحصیلاتو د ملی ستراتیژیک پلان د پلی کولو څخه ملاتړ وکړی.
مالی مرستی به د کابل تعلیم او تربی په پوهنتون کی د تعلیم او تربی په برخه کی د ماسټری د محصلینو د داخلی څخه ملاتړ کوی. د پوهنځی او د عامه پالیسی او اداری په برخه کی د ماسټری د پروګرامونو نوی کول او عصری کول به د افغانستان د ملکی خدمتونو د مسلکی انکشاف او روزنیزی اړتیاوی پوره کړی. په پای کی د پوهنځی لپاره د انټرنیټ او مسلکی انکشاف ۱۵ مرکزونه به د پوهنتون د غړو لپاره د تعلیمی نصاب برسیره د انګریزی ژبی ، کمپیوتر، او د څیړنو د طریقو په برخه کی د زده کی موقع برابره کړی.
پدی غونډه کی د عالی تحصلاتو د وزارت معین ښاغلی محمد عثمان بابری وویل " زه ډیر خوشحاله یم چی د عالی تحصیلاتو پروګرام (HEP) به د راتلونکی کال لپاره د عالی تحصیلاتو د ستراتیژیک پلان د پلی کولو په برخه کی له مونږ سره کار کوی د عالی تحصیلاتو په وزارت ، د امریکی په سفارت او USAIDکی ډیرو خلکو سخت کار وکړ ترڅو دغه پروګرام تمدید شی".
په تیرو پنځو کلونوکی د مسوچسټس پوهنتون د ماسټری د نوی پروګرامونو، د تدریس د طریقو په برخه کی پوهنتون د استادانو د روزنی ، د څیړنی او انټرنیټی مهارتونو او د هیواد نه بهر د سکالرشیپ د برابرولو په برخه کی د عالی تحصیلاتو له وزارت سره مرسته کړیده . د ۹.۹ میلیونو نوی ورکړه به هغه اړیکی لا ټینګی کی چی د ماساچوسیټس پوهنتون د افغان پوهنتونو او د عالی تحصیلاتو له وزارت سره جوړی کړیدی.