One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره...

د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره د نری رنځ نړیواله ورځ ولمانځله

 

کابل، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتی ۲۴ نیټه ــ د مارچ ۲۴ د نری رنځ د نړیوالی ورځی په توګه ټاکل شویده ترڅو ددی ناروغی د اسبابو د لمنځه وړلو لپاره توجه زیاته کړی او ددی ناروغی سره د مبارزی لپاره خلک وهڅوی. د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره په افغانستان کی د نری رنځ د کنترول د ملی پروګرام، د نری رنځ د کنترول مرستندویه پروګرام، نړیوال روغتیایی سازمان، او د نړیوالو همکارانو سره یو ځای د مارچ په ۲۷ نیټه د نری رنځ نړیواله ورځ لمانځی تر څو ددی ناروغی د اسبابو د لمنځه وړلو لپاره توجه زیاته کړی او ددی ناروغی سره د مبارزی لپاره خلک د یو متحد او پرمختللی عمل لپاره وهڅوی . د عامی روغتیا وزارت او په ۱۹ ولایتونو کی ۳۱۰ روغتیایی مرکزونه به دغه ورځ ماشومانوته د پوښتنو  او ځوابونو د پروګرامونو ، سپورتی سیالیو او د نورو ټولنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره و لمانځی.  

د نړیوال روغتیایی سازمان د نری رنځ د نړیوال کنترول پروګرام  د ۲۰۰۹ کال د رپوټ پر اساس افغانستان یو د هغه ۲۲ هیوادونو څخه دی چی د نری رنځ واقعات پکی زیات دی . داسی ویره شته چی د نری رنځ داسی ډولونه منځته راغلی دی چی د درملو په مقابل کی مقاوم دی ـــ چی بعضی ددوی څخه د درملنی وړ ندی --- او ددی بیماری سره د مبارزی اړتیا لا زیاتوی. نړیوال روغتیایی سازمان داسی اټکل کوی چی هرکال په افغانستان کی د نری رنځ ۴۶۰۰۰ نوی واقعی منځته راځی چی ددی جملی څخه د ۲۰۰۰۰ نه زیاتی واقعی نه کشف ( تشخیص) کیږی. ډیرو نورو هیوادونو ته ناورته د کشف شو یو واقعو ډیری برخه په ښځو او نجونو کی (۶۶٪ ) ثبت شویدی.

د امریکی د نړیوالی پراختیایی اداری سرپرست ښاغلی باب هیلیر وویل" که څه هم د نری رنځ دهغو ډولونو لپاره چی د درملو په مقابل کی حساس دی د نیمی پیړی نه د زیات وخت راهیسی درمل شته خو بیاهم نری رنځ د عامه روغتیا لپاره د یو ګواښ په توګه پاتی ده. د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره فخر کوی چی د افغانستان د روغتیا د وزارت او د نړیوالی ټولنی سره په همکاری کوی تر څو نوی افزار لکه درمل، تشخیصیه مواد، او په هیواد کی ددی ناروغی د واقعاتو د کموالی لپاره د حل نوی او لا ښی لاری چاری را منځټه کړی."

د نړی په سطحه  د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۹ کال ترمنځ د نری رنځ له کبله د وفیاتو فیصدی ۳۵ سلنه کمه شوه وه  او ددی ناروغی خپریدو ۱۴ سلنه کموالی موندلی وه . ددی کموالی ډیری برخه، د نړیوالو کوښښونو او په پراخه توګه د درملنی د مخامخ څارنی د لنډو دورو د ستراتیژی د پلی کولو  (DOTS)   او د عامه ، خصوصی او ټولنیزو سکتورونو د ګډون له کبله منځته راغلی وه .  د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره د افغانستان د نری رنځ د کنترول د ملی پروګرام ملاتړ کوی ترڅو د DOTS کیفیت لا ښه او په ټولنه کی مروج شی او د کابل په ښاری سیمو کی  په عامه او خصوصی روغتیایی مرکزونو کی ورڅخه ګټه واخیستل شی.

نری رنځ همیشه د ښارونو غریبو سیمو د ځانګړی ناروغی په توګه پاتی شویده. پداسی یوی نړی کی چی هره  ورځ ۲۰۰۰۰۰ وګړی ښاری ژوند ته مخه کوی، مخکی لدی چی نری رنځ په غیر موازی ډول نړیواله وژونکی ناروغی شی مونږ باید ددی ناروغی سره مبارزه وکړو‎. د ولس مشر اوباما د نړیوال روغتیایی ابتکار سره سم د امریکی متحده ایالات په هغه هیوادنو کی چی د نری رنځ واقعات پکی زیات وی ډیره پانګه اچونه کوی تر څو په یادو هیوادونو کی نری رنځ وقایه او کنترول شی. د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره د نړی په ۴۰ هیوادونو کی د نری رنځ د کنترول د ملی پروګرامونو سره کار کوی تر څو د عالی کیفیت لرونکی خدمتونه وړاندی، د نری رنځ واقعات په پيل کی تشخیص او تداوی کړی، د نویو واقعاتو مخنیوی وکړی او د درملو په مقابل کی د مقاومت د منځته راتلومخه و نیسی. دغه پروګرامونه په عامه ، خصوصی، او ټولنیزو سکتورونو کی روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی او د هغوی کیفیت لا ښه کوی.

که چیری با کیفیته تشخیص او درملنی ته لاسرسی موجود وی نو د نری رنځ ناروغی د درملنی وړ ده . داسی ژمنه شویده چی د تشخیص نوی وسایل به د نری رنځ د ناروغانو چټک تشخیص کوی  او د نری رنځ د اساسی درملو په مقابل کی به مقاومت معلوموی. ابداع  او ابتکار ته د دوامداره توجه له کبله داسی اټکل کیږی چی نړیواله روغتیایی ټولنه به تر ۲۰۱۶ کال پوری وشی کولای چی د هغه  ۲۸ میلیونه خلکو درملنه وکړی چی په نری رنځ اخته دی.  

د نری رنځ په نړیواله ورځ د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره پدی ژمنی ولاړه پاتی کیږی چی له هیوادنو او نړیوالی ټولنی سره به کار کوی ترڅو په بریالیتوب سره د نری رنځ د لمنځه وړلو نړیوال پروګرام پلی شی. په نړی کی د میلیونونو وګړو ژوند په نړیوالی ریښتینی همکاری پوری اړه لری ترڅو د نری رنځ دوره یو ځل او د ټولو لپاره پای ته ورسوی ‎.

د امریکی د نړیوالی پرمخیتایی اداری د پروګرامونو په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره زمونږ ویب سایټ   http://afghanistan.usaid.gov وګوری 

Learn more: Health

About this activity: Tuberculosis Control Assistance Program (TB CAP)

Announcements

In the News