بامیان، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۲8 نیټه ــ د وحشی ژوند د ساتنی د ټولنی(WCS) څیړونکو په افغانستان کی په یوی لری پرتی سیمی کی په تصادفی ډول یو جیولوجیکی جوړښت پیدا کړ: د تیګی څخه جوړ یو طبیعی کمان چی د ۲۰۰ فوټه څخه د زیات اوږدوالی په لرلو سره پخپل بنیاد پروت دی. دغه کمان د افغانستان په مرکزی غرنی سیمی کی موقعیت لری، دهزار چشمان طبیعی کمان چی پدی وروستیو وروځو کی کشف شوی د بحر د سطحی څخه ۳۰۰۰ متره جګ دی چی پدی توګه د نړی د لویو او جګو پلونو څخه شمیرل کیږی. همدارنګه دغه کمان د نړی په دغه ډول لویو پیژندل شویو ساختمانونوکی هم ځانته ځای لری.
د طبیعی سرچینو د اداری د پروګرام له لاری د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری د معیشیت او حکومتداری دلا ښه کولو د پروګرام د پلی کولو په وخت کی د و حشی ژوند د ساتنی د ټولنی (WCS) څیړونکو کرستوفر شنک او ایوب الوالی په ۲۰۱۰ کال کی کله چی دوی د وحشی حیواناتو لپاره د بامیان ولایت شمالی غرنی څنډی سروی کولی دغه لوی کمان کشف کړ. دغه څیړونکی په ۲۰۱۱ کال په فبروری کی بیرته دغه عجیب کمان خواته راغلل ترڅو ددی اندازه معلومه کړی. ددی کمان پلنوالی --- د هغه طریقی له مخی چی طبیعی پلونه اندازه کیږی ـــ ۲۱۰.۶ فوټه دی چی ددی اندازی له مخی دغه کمان د نړی ۱۲ غټ کمان دی . دغه موندنه ددی سبب شوه چی د یوتا اوتلا کمان د دیناسور د ملی اثارو په لست کی ۱۳ نمبر ته ورسوی ځکه چی د هزار چشمه کمان د یو تا د کمان څخه ۴ فوټه لوی دی.
د اسیا د وحشی ژوند د ساتنی د پروګرام د ټولنی مشر جو والسټن وویل " دا یوه حیرانوونکی موندنه ده چی پدی سیمه کی ددی نه مخکی ترسره شوی نه وه . دغه کمان د هغه طبیعی منظرو یوه سمبولیکه نښه ده چی لا هم په افغانستان کی باید کشف شی".
د نړی د ټولو نه ستر طبیعی کمان ــ جادویی پول ـــ د چین په ګوانګسی کی واقع ده، او په حیرانوونکی توګه ۴۰۰ فوټه پلنوالی لری. د ۲۰ عمده طبیعی غټو کمانونو څخه څو دانی د متحده ایالاتو په یوتا کی واقع دی.
د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری په مرسته د افغانستان حکومت یو شمیر ابتکارات کړی تر څو د هیواد د چاپیریال او په هیواد کی شته وحشی حیواناتو ساتنه وکړی. په ۲۰۰۹ کال کی حکومت په هیواد کی د لمړنی ملی پارک بند امیر اعلان وکړ چی د هزار چشمه طبیعی کمان څخه تقریباْ ۱۰۰ کیلومتره فاصله لری. د غه پارک د USAID په تخنیکی مرسته جوړکړای شوی همدارنګه USAID د افغانستان د چاپیریال ساتنی د اداری سره هم کار کړی ترڅو د لمړی ځل لپاره د هغه حیواناتو لست جوړکړی چی باید محافظت یی وشی چی ددی له مخی به د واورین پړانګانو، لیوانو، نصواری خرسانو،او داسی نورو ښکار بند یا منع شی. همدارنګه USAID کارکوی ترڅو د غیر قانونی وحشی حیواناتو سوداګری د ټول افغانستان په نظامی مرکزونوکی د تعلیمی ورکشاپونو له لاری محدود کړی.
د طبعی سرچینو د اداری د پروګرام له لاری د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری د معیشیت او حکومتداری دلا ښه کولو پروګرام د حیاتی تنوع د ساتنی موضوع ته ځواب وایی او د بدخشان په واخان او د بامیان په هزارت غرنی سیمه کی د طبیعی منابعو اداره لا ښه کوی. USAID د ۵۵ نه د زیاتو سیمه ایزو ټولنو سره کار کوی تر څو د افغانستان وړتیا زیاته شی او خپل طبیعی سرچینی وساتی او په دوامداره توګه یی اداره کړی ، په شمال شرق او مرکزی افغانستان کی د کلیوالو غریبو خلکو معیشیت ښه کړی او د کلیوالو ټولنو او سمیه ایزو او ملی حکومتی بنسټونو ترمنځ اړیکی لا ټینګی کړی.
د آسیا د وحشی ژوند د پروګرام مرستیال پیټر دهلر وویل،"افغانستان په هیواد کی د ډیرو ښکلو ځنګلی ځایونو او طبیعی منابعو د ساتنی لپاره ډیر ښه ګامونه اخستی دی. ددی نوی کمان موندنه د هیواد په زیاتیدونکی طبیعی ښایست او اقتصادی پانګه کی د زیاتوالی سبب شو".
WCS د ساینس، نړیوال محافظت، تعلیم او د ښاری ځنګلی پارکونو د نړی د لوی اداری سیستم له لاری چی د فلګشیپ برونکس د ژوو د بڼ لخوا یی مشری کیږی په ټوله نړی کی د وحشی ژوند محافظت کوی دغه فعالیتونو سره یو ځای، د طبعیت په مقابل کی رویه بدله کړه او د خلکو سره یی مرسته وکړه چی د وحشی ژوند او انسانی ژوند د ورته والی تصور وکړی.
USAID د WCS له لاری داسی یوه نوی همغږی طریقه جوړه کړی چی د افغانستان په دوو ولایتونو یعنی بامیان او بدخشان کی د اوبو د دوو یلوونکو لوړو محافظت وکړی – پداسی حال کی چی په سمیه ایزه او ملی توګه د طبیعی سرچینو اداره او زیاتیدونکی حیاتی تنوع ته لا ښه والی ورکول غواړی.