کابل، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۳۰ -- د افغان ملی ستندرد اداری نن په کابل کی په رسمی توګه خپل ستراتیژیک پلان اعلان کړ ترڅو وښایی چی دغه اداره به په راتلونکو پنځو کلونو کی د افغانی کیفیت زیربنا څنګه جوړه کړی. د افغانستان د اسلامی جموریت دوهم مرستیال ښاغلی محمد کریم خلیلی او د امریکی د متحده ایالاتو سفیر ښاغلی کارل ډبلیو ایکنبیری د نورو افغانی او امریکایی حکومتی مامورینو سره یو ځای پدی غونډه کی برخه لرله.
معیارونه او تخنیکی مقررات د نړیوالی سوداګری یوه مهمه برخه ګڼل کیږی ځکه چی دوی په کورنیو او بهرنیو مارکیټونوکی مستهلکینو ( مصرفوونکو ) ته ددی ډاډ ورکوی چی افغانی اموال د ښه کیفیت لرونکی دی. د کیفیت زیربنا، اخیستونکی ته اجازه ورکوی ترڅو د وروستی تولید وازمایښت پرته پدی باور وکړی چی د بهرنی سوداګر څخه هغه څه لاسته راوړی چی دی ورته سترګی په لاره ده . داسی هیله کیږی چی د کیفیت او مصونیت له نړیوالو معیارونو سره د افغانستان د کیفیت د معیارونو سمون به له افغان تولید کوونکو سره مرسته وکړی ترڅو په آسانی سره خپل توکی د ملک نه بهر صادر کړی. د افغان ملی معیارونو د اداری ستراتيژیک پلان کی داسی لارښوونی هم شته چی د هغی له مخی مرسته کوونکی کولای شی ددی اداری له کوښښونو سره مرسته وکړی.
د ولس مشر دوهم مرستیال دا پیشنهادونه وستایل او وویل ،"د ستندردونو رعایتول د افغانی محصولاتو سره مرسته کوی ترڅو په نړیوالو مارکیټونو کی رقابت وکړی او همدارنګه د افغانستان خلک د ټیټ کیفیت لرونکو وارداتی توکو جدی خطراتو څخه ساتی."
د امریکی د نړیواله پرمختیایی اداره USAID د افغانستان د سوداګری او پیوستون د پروژی له لاری ( TAFA) د افغان ملی ستندرد اداری د کوښښونو څخه ملاتړ کوی ، په ځانګړو مرستو کی د افغان ملی اداری د کار کوونکو د وړتیا لوړوالی ، د ستراتيژیک پلان په جوړولو کی مرسته ، د لارښود کتاب په چاپولو کی مرسته، او د ساینسی لابراتوار لپاره د سامان الاتو اخیستل شامل دی. په ننی غونډه کی د افغان ملی معیارونو اداری خپل ستراتيژیک پلان او لارښود کتاب خلکو ته ور وپيژنده او د امریکی سفیر ښاغلی ایکنبیری هغه لابراتواری سامان الات چی ارزښت یی ۱۰۰۰۰۰ امریکا یی ډالرو ته رسیږی او په واشنګټن کی د فلوک سیټل کارپوریشن اف ستیل لخوا هدیه شوی وه په رسمی توګه د افغان ملی ستندرد اداری ته وسپارل.
پدی غونډه کی امریکی سفیر ښاغلی ایکنبیری وویل " مونږ داسی ژمنه کوو چی امریکی نړیوالی پرمختیایی اداره (USAID) به د افغانستان د صادراتی سکتور په غښتلتیا کی مهم رول ولوبوی . مونږ باید سره یوځای کار وکړو ترڅو د افغانستان خصوصی سکتور لا رقابتی کړو. که څه هم دغه هیواد له ډیرو ننګونو سره مخ دی خو لدی سره سره زه ډاډ لرم چی زمونږ کوښښونه به هله بدله ولری کله چی افغانی توکی نړیوالو مارکیټونو ته ورسیږی".
تولیدی معیارونه په افغانی توکو او خدمتونو باندی نړیوال باور زیاتوی . د معیارونو ښه پلی کول، له نړیوالی سوداګری، له مارکیټونوسره یوځای کیدو او د صادراتی سیالو لپاره زمینه برابروی ځکه چی دغه معیارونه د مصرف کوونکو سره مرسته کوی تر څو د توکو په مصونیت ، کیفیت او د چاپیریال په ساتنی باندی باور وکړی.
ANSA Press Release (Pashto)