کابل، افغانستان / د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتی ۲۹ نیټه – په افغانستان کی د مبایل له لاری د پیسو لیږدونی د پروګرام د برخه اخیستونکو د غونډی د پرانستنی په مراسمو کی د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری مرستیال ښاغلی کیوین براوناویل نن د یاد پروګرام لپاره د ۵ میلیونو ډالرو د مرستی اعلان و کړ. دغه بودیجه به په افغانستان کی عامه او خصوصی شرکتونه پدی قادر کړی چی د مبایل محلی خدمات زیات او پراخه کړی. د مالی وزیر ښاغلی عمر زاخیلوال ،د افغانستان بانک رئیس ښاغلی عبدالقدیر فطرت او د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری د ابتکاری د څانګی مشره آغلی داکټره ماورا اونیل هم پدی غونډه کی ګډون کړی وه.
پدی غونډه کی د ۱۲۰ څخه ګدون کوونکی له د وزارتونو، نړیوالی مرستندوی ټولنی ، د مبایل کمپنیو ، بانکونو، او د کوچنیو مالی بنسټونو په استازی توب سره را ټول شوی وه تر څو په افغانستان کی د مبایل له لاری د پیسو د لیږد او د بی دفتره بانکدار د راتلونکی به هکله خبری اتری ( بحث) وکړی.
د خپلو خبرو په اوږدو کی د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری مرستیال ښاغلی براوناویل د افغان بانکداری او مخابراتو د سکتورونو سره د مرستی او دوامداره اقتصادی ودی لپاره د مبایل له لاری د پیسو د لیږد په رول تاکید وکړ" مبایل بانکداری د موثریت د زیاتوالی، د اداری فساد د کموالی، او محروم نفوس ته د مالی خدمتونو د رسولو له لاری مروجو بانکی څانګو ته ریښتنی ګټه رسوی. د امریکی حکومت امید لری چی په افغانستان کی د مبایل له لاری د پیسو د لیږد د سیستم پرمختګ وګوری لکه څنګه چی دغه سیستم په نورو مارکیټونو لکه افریقا، منځنی ختیځ او اسیا کی ښه پرمختګ کړی دی".
د مالی وزیر ښاغلی زاخیلوال د مبایل له لاری د پیسو د لیږد د مضبوط سیستم د پلی کولو په برخه کی د عامه او خصوصی سکتور په همکاری تاکید وکړ " ډاکټری اونیل تاکید وکړ چی د مبایل له لاری د پيسو لیږد د افغان بانکداری او د مخابراتو د سکتورونو لپاره یوه وسیله ده ترڅو د دوامداری اقتصادی پرمختیا سره مرسته وکړی.
د مبایل له لاری د پیسو د لیږد د ابتکاری پروګرام لپاره اعلان شوی ۵ میلونه ډالریزه مرسته به د USAID د نوی پروژی له لاری چی د افغانستان د پرمختیا په برخه کی د پانګه اچونی لپاره د مالی لاسرسی پروژه ده، اداره کیږی . دغه بودیجه به د مبایل له لاری د پیسو د لیږدونی ګټه اخیستنه ، ګټه اخیستونکی او کار کوونکی زیات کړی او د اقتصادی پرمختیا لپاره به د یو کتلست په توګه کار وکړی.
Mobile Money Press Release (Pashto)