کابل، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د اپریل د میاشتی ۶ نیټه – د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری استازو د افغانستان د روغتیا وزارت، نړیوال روغتیایی سازمان ، د پارلمان غړو، روغتیایی کارکوونکو او نړیوالی ټولنی سره یوځای نن په کابل کی د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځله . د نن نه اقدام او سبا نه معالجی تر عنوان لاندی دغه پروګرام د مکروب ضد درملو په مقابل کی د مقاومت د زیاتیدونکی ګواښ په هکله رڼا واچوله او په پالیسی جوړونکو، مدنی ټولنو ، د ناروغانو په ګروپونو، روغتیایی کارکوونکو، نسخه لیکونکو، درمل جوړونکو، د درملو ویشونکو او همدارنګه په تشخیصیه او دوا جوړونکو ټولنو غږ وکړ چی دی ګواښ ته توجه وکړی او داسی یو جامع پلان جوړ کی چی مکروب ته د مخامخ کیدو له کبله د انسان ژوند ته خطر کم کړی.
د ۲۰۱۱ کال د روغتیا د نړیوالی ورځی په مناسبت نړیوال روغتیایی سازمان د راتلونکی نسل لپاره د انتی بیتیکو ( د مکروب ضد درمل) او د مکروب ضد نورو دواګانو د ساتنی لپاره د نړیوالی قوی ژمنی لپاره غږ وکړ. د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری مشر مرستیال ښاغلی رابرت هیلیر وویل" USAID پدی ویاړی چی د روغتیا له وزارت سره کار کوی ترڅو د درمل جوړونی سیستمونه غښتلی کړی او د درملو مناسب استعمال او ویش طریقی لا ښي کړی."
د مکروب ضد درملو په مقابل کی مقاومت او د هغی نړیوال خپریدل د هغو ډیرو درملو موثریت ګواښوی چی نن د انتانی ناروغیو د درملنی لپاره استعمالیږی. د انتی بیوتیکو په مقابل کی مقاومت نوی ستونزه نده خو اوس د خطرناکه کیدو په حال کی ده . عاجل او مشترک کوښښ پکار دی تر څو د انتی بیوتیکو د دوری نه مخکی دوری ته د ستنیدو مخه ونیول شی.
د امریکی متحده ایالاتو پرمختیایی اداره په ټول افغانستان کی د ملی او ولایتی روغتونونو سره د درملو او معالجوی کمیټو په جوړولو ، فارمسستانو ته د فارمسی د اداره کولو نوی لارو چارو په زده کولو، او د مناسب او صحیح درملو د کارولو ارزښت په هکله د عامه پوهاوی په لوړولو کی مرسته کوی. پدی اونی کی د امریکی متحده ایالاتو نړیوالی پرمختیایی اداری د فارمسی د تقویه کولو پروژی د عامی روغتیا په وزارت کی د ۱۱۲ فارمسستانو لپاره د ټریننګ محلی ورکشاپونه پیل کړل ترڅو د درملو د ویش ښه تمرینات ګډون کونکو ته ورزده کړی. د درملو د ښه ویش په تمریناتو کی ځانګړی ناروغ ته ټاکل شوی دوا ورکول، د ناروغ ته د درملو ټاکل شوی مقدار ورکول په داسی بسته کی چی د قبول وړ قدرت او کیفیت او د درملو په هکله ښکاره معلومات ولری شامل دی . ټریننګ به په بلخ، هرات او کابل ولایتونو کی ترسره شی او په ټوله اپریل میاشت کی به دوام ومومی
د شلو څخه د زیاتو کلونو راهیسی، نړی د روغتیا نړیواله ورځ د اپریل په ۷ نیټه لمانځی. دا ورځ لدی کبله غوره شوی ده چی د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۷ نیټه د نړیوال روغتیایی سازمان (WHO) د قانون تصویب لمانځل شوی وه. په ټوله نړی کښی د زرګونو محفلونو له لیاری د خوشحاله او موثره ژوند لپاره د ښه روغتیا ارزښت لمانځل کیږی.