One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د امریکی نړیوالی پرمختیایی اداری...

د امریکی نړیوالی پرمختیایی اداری د بهارک په ولسوالی کی د کانال بیا رغوونه پیل کړه

 

بدخشان، افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د اپریل د میاشتی ۱۴ نیټه -  د بدخشان ولایت د بهارک په ولسوالی کی د سخا کانال د بیا رغوونی چاری د USAID په مالی مرسته پیل شویدی.  د سخا کانال چی ۷.۲ کیلو متره اوږدوالی لری په بدخشان کی د ټولو نه  اوږد  د اوبو لګونی کانال دی ‎ چی په رغولو سره به یی د ۶۴۸ هکتاره د کرنی وړ ځمکی په خړوبولو سره ۲۴۰۰ کورنیو ته خدمت وشی.  د بدخشان والی ښاغلی شاولی ادیب، ولسوالانو، د فیض آباد ښاروال، د کرنی او مالداری او د  کلیو د بیارغوونی او پراختیا رئیسانو او د USAID مامورینو په رسمی توګه د کانال د بیا رغوونی د پیل په مراسمو کی ونډه اخیستی وه .

د بدخشان والی ، د بهارک ولسوال، د سیمه ایزی ټولنی پراختیایی مرکزونو او د کرنی او اوبو لګونی ریاست، د کانال د بیارغونی پروژی ته لمړیتوب ورکړځکه چی دغه کانال د سیلابونو له کبله ډیر وران ویجاړ شوی او د خاورو او خټو څخه ډک دی.  د یو فعال کانال د لرلو پرته د سیمی بزګرانو ته ډیره مشکله ده چی خپلی ځمکی وخړوبوی. د USAID لخوا مالی مرسته به ددی کانال د ټول ۷.۲ کیلومتره اوږدوالی په پاکولو ، ټینګولو. پلسترکولو او د ۲ کیلومترو په اندازه د کانال د پوښښ او سنګ کاری ، ۱۴۰ کیلومتره استنادی دیوال، ۶ پلچکونو. او د اوبو د یوی لاری ( آب رو) په جوړولو او د کانال په پراخولو او ژورولو کی مرسته وکړی. دغه پروژه به د ټولنی یوه حیاتی سرمایه را ژوندی کړی او د سیمی کارکوونکو ته به موقع  ورکړی چی ډیر ضروری عایدات لاسته راوړی.

فضل الدین د سیمه ایزی ټولنی یو غړی چی ددی پروژی د پلان په جوړولو کی یی مرسته کړی وه  وویل "دغه کانال له دریو کلونو راهیسی وران ویجاړ دی او د سیمی دخلکو لپاره ډیره مشکله ده چی دلته کرکیله وکړی. که چیری مونږ کافی اوبه ولرو نو کولای شو چی په کال کی دوه فصله وکرو او دا به له مونږ سره ډیره مرسته وکړی. ددی کانال ګټه به داوی چی د سیمی هر اوسیدونکی به کافی اوبه ولری او د ډیرو اوبو په لرلو سره مونږ کولای شو چی بعضی للمی ځمکی په اوبلنو ځمکو واړاوو. اوس مهال مونږ له ځنو نورو کانالونو څخه یو څه اوبه لاسته راوړو خو هیڅکه هم کفایت نه کوی او مونږ مجبور یو چی د ځمکی د خړوبولو لپاره وار(نوبت) ونیسو".

د شمال شرق او غرب لپاره د اقتصادی بدیل د هڅوونکی مشوق ( IDEA-NEW) د پروژی له لاری USAID په نظر کی لری چی په بدخشان کی د اوبو لګونی ۱۳ زیربنایی پروژی پلی کړی چی دی سره به په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کی ۵۰ کیلومتره کانال بیا ورغول شی. دغه پروژی د کرنی د با ارزښتی پرمختیا څخه ملاتړ کوی او کار کوونکو ته یوه موقع ورکوی چی د کلیو د زیربنا په لا ښه کولو کی برخه واخلی.

د سخا کانال په بیا جوړولو سره به د USAID هغه غوښتنه پوره شی چی غواړی اوبو لګونی ته لاسرسی زیات او د معیشت طبعی سرچینی غښتلی کړی .

د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره  په شمال شرقی سیمو کی د ډیرو ډول ډول پروژو د پلی کولو له لاری دوامداره اقتصادی پرمختیا ګړندی کوی او پدی توګه  مرسته کوی چی په ډیرو برخو کی اوږد محاله او دوامداره  اقتصادی پرمختیا منځته راشی. 

Learn more: Agriculture

About this activity: Incentives Driving Economic Alternatives for the North, East, West (IDEA-NEW)

Announcements

In the News