مزار شریف – افغانستان/ د ۲۰۱۱ کال د اپریل د میاشتی ۱۶ نیټه-- د سوداګریزو فرصتونو د موندنی لپاره د افغانو ښځو د اړتیا د پوره کولو په موخه نن د بلخ ولایتی مشرانو او سیمه ایزو ښځینه سوداګرو په مزار شریف کی د ښځو د لمړنی سوداګریز مارکیټ پرانیستنه و لمانځله. دغه نوی مارکیټ د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری، د بلخ ولایت د ښځو د چارو د ریاست او ښځو د نړیوالی اتحادی د ګډ کوښښ پایله ده. پدی غونډه کی د افغانستان په اقتصادی پرمختیا کی د ښځو د ونډی اخیستنی او رول پر اهمیت باندی رڼا واچول شوه .
د ښځو سوداګریز مارکیټ په مزار شریف کی دا ډول لمړنی مارکیټ ده چی ۲۰ دوکانونه لری چی خاوندانی یی ښځی دی او ډول ډول توکی چی د لاسی صناعیو څخه نیولی د سیمیساری او عکاسی تر سامان الاتو پوری پکی خرڅیږی. دغه دوکانونه به د ۸۰ څخه ډیرو سیمه ایزو ښځو ته د کار زمینه مساعده کړی.
پدی غوڼده کی د ښځو چارو د وزارت معینی آغلی پلوشه کاکړ وویل" د ښځو د غښتلتیا لپاره د مارکیټونو او سوداګریزو مرکزونو جوړول د ښځو سره حیاتی مرسته کوی ترڅو دوی اقتصادی ازادی تر لاسه او د خپلو کورنیو سره مالی مرسته وکړی. مونږ د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری او په بلخ کی د ټولو هغو سوداګرو ښځو قدردانی کوو چی په مزار شریف کی یی د رابعه بلخی د ښځو د مارکیټ څخه ملاتړ کړیدی".
د ښځو د چارو د ریاست او د ښځو د نړیوالی اتحادی د هغی غوښتنی په ځواب کی چی د سیمه ایزو ښځو لپاره د عایداتو د موندنی د فرصتونو په هکله یی کړی وه، د امریکی نړیوالی پرمختیایی اداری دوه ځله مرسته وکړه چی د دواړو مرستو مجموعه ۵۸۷۰۰ امریکایی دالره وه او ددی لپاره ورکړل شوی وه چی ددی مارکیټ تعمیر بیا ورغول شی، اساسی سامان الات واخیستل شی ترڅو ښځی وشی کولای چی دوکانونه پرانیزی او د ښځو د نړیوالی اتحادی د جوړولو له لاری د دوکانونو خاوندانی سره یو موټی کړی او روزنه ( تریننګ) ورکړی. د مارکیټ د تعمیر د بیا رغونی کار یوه افغانی شرکت بشپړ کړیدی.
د ښځو د سوداګریز مارکیټ د یوه دوکان خاوندی شفیقی وویل " ما ددی نه مخکی هیڅکله کوم دوکان نه درلوده ځکه چی دلته د ښځو کوم مارکیټ نه وه او دا یوه لویه ستونزه وه ځکه چی په کلتوری توګه ښځی نه باید د سړو سره تجارت وکړی . دغه نوی مارکیټ اوس د ټولو ښځو لپاره یو مناسب ځای دی. مونږ کولای شو چی سوداګریزی ننګونی او مسئلی سره شریکی کړو او د حل مناسبه لار ورته پیدا کړو. ددی سوداګری څخه لاسته راغلی عواید به د کور په مصارفو کی له ما سره مرسته وکړی ".
د افغانستان لپاره د امریکی د نړیوالی اداری د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پرمختیا پروژه د خصوصی سکتور د تولیداتو د لا ښه کولو له لاری سوداګری، دندی او پانګه اچونه زیاتوی، چی په کوچنیو او منځنیو سوداګریو او د خصوصی سکتور په هغو څانګو کار کوی چی ددی سوداګرو څخه ملاتړ کوی او دغه اداره دوی ته کوچنی مرستی او د سوداګری د پرمختیا بشپړ خدمتونه برابروی . تردی دمه د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری د ۸۲ څخه زیات سوداګریزمارکیټونه یا جوړکړی او یایی رغولی دی. د ۴۹۰۰ څخه زیات سوداګر یی روزلی او د ۳۹۰ سوداګریزو اتحادیو سره یی مرسته کړی ترڅو خپلو غړو ته لاښه خدمات وړاندی کړی.