د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره (USAID) د افغانستان در کرهنی د ماستر پلان د ملاتړ په موخه د هلمند په ولایت کی د کوکنارو د کښت په بدل کی د یوی نوی پروژی له لاری چی د جوارو او مومپلیو د کښت گټی ئی په نړیواله کچه تجربه کړی ده، قانونی او مشروع بدیل برابروی.
د سیمیزی شورا او مخکښو سره په همغږیتوب کی چی د بزگرانو استازیتوب ئی په غاړه درلود، د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداری 228 ټنه د جوارو اصلاح شوی تخمونه، ځلور ټنه د مومپلیو تخمونه او 1.400 ټنه کیمیاوی سره ئی شا او خوا 5.000 کروندگرو ته وویشل. دا نوښت د افغانستان د کرهنی د ماستر پلان یوه برخه گڼل کیږی چی د سیمیزو خلکو د عایداتو د لوړوالی په موخه د باارزښته کرهنیزو توکو د تولید د کچی د زیاتیدو غوښتنه کوی.
تیر کال، د کرهنی، اوبو لگولو او مالداری وزارت په یوه راپور کی ویلی وه چی په هلمند کی په 19.000 هکټاره ځمکی کی جوار کرل شوی وه چی شا او خوا 40.000 ټنه جوار ئی تولید کړل. د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیائی اداری ویشل شوی تخمونه به د مخکینی 19.000 هکټاره ځمکی سربیره، 3.600 هکټاره نوره ځمکه تر پوښښ لاندی ونیسی چی له دی امله د جوارو د توکو کچه 1.600 ټنو ته لوړه شی. په اټکلی ډول، 200 هکټاره ځمکه، 1.000 ټنه مومپلی تولیدولای شی.
د بزگر حاجی هلمندوال په وینا "اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی موږ په گډه کار وکړو او د کوکنار د کښت بدیل پیدا کړو. موږ دا هوډ کړی دی چی په خپلی ځمکی کی مشروع توکی وکرو او USAID دا هوډ کړی دی چی د بی وزلو بزگرانو سره د تخمونو او کیمیاوی سری د ویشلو له لاری، مرسته وکړی."
د ظریف په وینا چی د هلمند د نادعلی د ولسوالی کروندگر دی "کله چی جوار می راټول کړل، د هغی دریمه برخه خرځوم. یوه برخه ئی خپل د مصرف لپاره ساتم او پاته ئی د نوی کال د کښت لپاره ساتم. موږ په هلمند کی غواړو چی د کوکنارو د کښت ځخه لاس واخلو خو پدی شرط چی موږ ته یو سم چانس راکړل شی. د کوکنارو هر گل د خلکو د وینی په بیه تمامیږی."
د جوارو او مومپلیو ویش د USAID د بدیل د ودی د پروگرام یوه برخه گڼل کیږی چی موخه ئی د مشروع او قانونی عوایدو د فرصتونو ډیریدل او همدارنگه د سهیلی سیمو د خلکو د ژوند ښه کیدل دی. د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره (USAID ) د مشروع عوایدو او کاری زمینو د برابرولو له لاری غواړی چی د هلمند، کندهار او ارزگان په ولایتونو کی په تدریجی توگه پر کوکنارو باندی د اتکأ کچه ټیټه کړی.