Press Release
د پیسو د لیږلو پروګرام د عمومي- خصوصي په شراکت سره جوړه شوه
Kabul, Afghanistan
|
Saturday, March 15, 2008
کابل، افغانستان l د مارچ ۱۵، ۲۰۰۸ – یو عمومي – خصوصي شراکت په یو بې ساري کاروبار منتج شو چې د هیواد لیری افغانان د انترنت په وسیله افغانستان سره نښلوي او د پیسو لیږل یا د شخصی او باوری سپارل د هیواد په ګوت ګوت کې آسانوي.
د TOFA.AF په ویب سایت کې په ننوتو سره، یو خپلوۍ چې په امریکې کې اوسیږي کولای شي چې یو سوغات، د ښوونځۍ اسباب نه نیولې تر څاروي پورې، انتخاب کړي چې یو خپلوان ته په افغانستان کی ډالۍ کړی. د TOFA.AF ټیم به وروسته هغه سوغات په افغانستان کې اخلي او سم دلاسه یې خپلوان ته تسلیموي. په آخر کې، TOFA.AF د سوغات دتسلیمولو ویدیویي فلم هغه خپلوۍ ته چې په بهر کې اوسيږي، لیږي.
TOFA.AF (چې په فارسي ژبه کې TOFA سوغات ته ویل کیږي) د هغه عمومي – خصوصي شراکت پروګرام یو برخه ده چۍ پکښي هر ملګرۍ خپل بې ساري بسپنه ورکوي. Digistan چې د IT خدماتو یو افغاني سنبالونکۍ دۍ، د دغې سیستم په جوړولو سره د هیواد لیرئ افغانان تر منځ چې په امریکې یا اروپا کې میشت دي بازار يابي کوي. Afghanistan Demain چې یو فرانسوي غیر دولتی سازمان دۍ او د بې کوره ځوانانو د پاره پناګاه برابروي او مسلکي روزنه ورکوي، یو روزنیز مرکز تاسیس کړۍ چې دغه ځوانان ته د برښنا لیک، دیجیتل عکاسي او د پیرودونکو سره د چال چلند روزنه ورکوي. د متحده ایالاتو بین المللی پراختیایي اداره USAID د خپل کوچني او منځني متشبثینو د ودې د پروژې په واسطه د ویب سایت لومړنۍ لګښت بسپنه کړیده او روزنیز فعالیتو د پاره دوامدار مرستې به ورکړي.
Digistan دقیقاً د دی لپاره جوړ شوۍ وو چې هغه بې ساري لورې ته انکشاف ورکړي چې د خصوصي سکتور په ګدون د افغانستان د انکشاف د پاره مرسته وکړي. تمیم سمیع، د Digistan او د TOFA.AF مشر وایي چې: TOFA.AF د هغو افغانانو چې په بهر کې میشت دي، او د هغوی د خپلوانو او ملګرو سره په ریښتینئ نښلولو کې مخکښ دي. دا زمونږ امتیاز دې چې مونږ د هغوی احساسات لیږو او د ویدیویی فلم سره هغوی سره نژدې کوو.
Bryan Rhodes چې د USAID د کوچنۍ او منځنۍ د متشبثینو د ودې د پروژې (ASMED) مشر دۍ وایي چې: مونږ ویاړو چې د TOFA.AF سره په دې نړیوال انکشافي اتحاد کې شریک یو. TOFA.AF داسې لارې وړاندې کوي چې افغانان دهغوي کورنیو او ملګرو سره نښلوي. د لمانځلو له شیبو څخه نیولې تر دیر اساسي اړتیاوو پورې TOFA.AF به د میلیونونو افغانانو په ژوند کې د پام وړ مرسته وکړي.
TOFA.AF به د مارچ په ۱۵ په عمومي ډول پیل وشي. په هیتال پلازا هوتل کې یو مطبوعاتي کنفرانس په ۱۱ بجو دایریږي چې وروسته به د غرمئ دودۍ هم (د بوفه په بڼه) سرویس شي.
د سوداګری وزیر، امین فرهنګ به اساسي وینا وکړي. داود سلطانزوی، د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون مشر، هم به خبرې وکړي.
عکاسي کمره ته اجازه دۍ.