Press Release
د سوداګریز نندارتون کتونکي افغان ټکنالوجي ته زیات دلچسپي وښودل
Hanover, Germany
|
Wednesday, March 05, 2008
هانور، جرمنی – په هغه هڅه کښې چې موخه یې د افغانستان د معلوماتی او مخابراتی ټکنالوجی (ICT) د مارکیت اړیکو پراخول وو، افغانستان د لومرۍ ځل لپاره په CeBIT یعنی د نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز نندارتون ته چې پکښې د دیجیتل او مخابراتي ټکنالوجي ښودل کیږي، ښکاره شوه.
کله چې د ننداتون دروازې پرانیستل شوې، کتونکو د افغان کوچنۍ غرفې څنګ ته په کتار ودریدل چې د XALA Technologies، NETLINKS، Paiwastoon Networking Services او Trend Com د مخکښ ټکنالوجی کمپني ګانو نمایندو سره وږغیږي.
د سهیلي امریکې څخه یو ګدونوال چۍ د اففان د معلوماتي ټکنالوجي کمپنیو حضور څخه متأثر شوې وو وویل چۍ: په رښتیا چې دا دیر په زړه پورې ده چې افغانستان وکړای شول چۍ داسې ژر په نړیوال مارکیت کښې د سافټ ویر په قراردادونو کښې رقابت وکړي، په تیره بیا چۍ موږ هغه څه په تي وي ګانو کې د افغانستان په اړه ګورو او اورو یې. دا ماته بالکل حیرانونکې دۍ. زه به په دیر دلچسپي سره دغه معلومات د خپل کمپني دایرکترانو ته رسوم چې د هغوې نظر د افغانستان سره زمونږ د کمپنۍ د سافټ ویرو انکشاف د قرارداد په اړه واورم.
دغه څلور کمپني ګانې سوداګریز اړیکې تضمین کړۍ او د ستر نړیوال IT سکتور سره د احتمالي قراردادونو زمینه برابر کړیدي. عمر منصور انصاري چې د افغانستان د ICT د ملی اتحادیې مشر دۍ وویل چې: د کتونکو دیر دلچسپي او د نندارتون د ټیم هڅه مونږ دیر حیران کړی یو. مونږ نور پنځه ورځ هم لرو چې زه هوډ کوم چې هغوئ به همدومره ګتور وي لکه چې نن دۍ.
د دوئ ګدون په دغه نندارتون کښی د افغانستان د ICT د ملي اتحادیې په واسطه تنظیم شوې وو چې لګښت یې د متحده ایالاتو د بین المللي پراختیايي اداری USAID د افغان کوچني او منځني متشبثینو د ودې د پروژې له خوا ورکړل شوۍ وو.