Flags of the U.S. and Afghanistan

Press Release

د 5.000 نوی چرگانو په رارسیدو سره د هلمند د چرگانو د ساتلو صنعت وده کوی

لښکرگاه ته د دی اونی په پیل کی د 5.000 چرگوړو د لیږدونی له امله د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیائی اداری (USAID) هلی ځلی او کوښیښونه د چرگانو د ساتلو د یوه سوداگریز مرکز د تأسیس په لار کی په بریالیتوب روان دی.     

د هلمند د والی صاحب محمد گلاب منگل به وینا چی د چرگوړو په لیږدونی کی ئی ډیره مرسته کړی ده "موږ ته د خوشحالی او ویاړ ځای دی چی موږ د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیائی اداری (USAID) د هلو ځلو ځخه چی د کوکنارو د کښت بدیل برابروی، ملاتړ کوو. د هلمند ولایت سمو اقتصادی نوښتونو ته اړتیا لری لکه دا د چرگانو د ساتنی او روزنی مرکز چی د سهیلی سیمو خلکو ته سوداگریز فرصتونه برابر وی."   

دا چرگوړی د نیدرلند د هیواد څخه افغانستان ته د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت، د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیائی اداری (USAID) او د بوکرز سوداگریزی کمپنی په گډ ملاتړ لیږدول شوی دی. دا د چرگوړو هغه لومړنی ډله ده چی د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیائی اداری د شخصی او تجارتی چرگانو د ساتلو د صنعت د تأسیسولو د هلو ځلو  بنسټ په ناآرامه سهیلی سیمو کی جوړوی.    

د کرهنی، ابولگولو او مالداری وزارت او د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره په لښکرگاه کی یوه ودانی بیارغوی چی دا ودانی به په یوه میاشت کی د 30.000 چرگوړو د روزلو ظرفیت ولری. په لښکرگاه کی یوه بله شخصی کمپنی د جوړیدنی په حال کی ده چی هغه به په کال کی د 40.000 چرگوړو د روزلو ظرفیت ولری.  

د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره همدارنگه د افغانستان د وترنری د انجمن سره په گډه د کوچینیو (وړو) ژرندو له لاری د څارویو د خوراکی توکو د اړتیا د پوره کولو په موخه کار کوی تر ځو د څارویو خوراکی توکی تولید کړی. د چرگانو د صنعت د ودی سره سم، د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره به د خوراکی توکو د اړتیا د پوره کولو لپاره د خوراکی توکو شخصی ژرندی جوړی کړی چی د هغوی تولیدی ظرفیت به په هر ساعت کی ځلور ټنه وی چی د دی تولیدی توکو ځخه د لبنیاتو په جوړونه کی او همدارنگه د غواگانو او پسونو د خوراک په توگه ځینی کار واخیستل شی.   

د چرگانو د ساتلو دا پروژه  د USAID د بدیل د ودی د پروگرام یوه برخه گڼل کیږی چی موخه ئی د مشروع او قانونی عوایدو د فرصتونو ډیریدل او همدارنگه د سهیلی سیمو د خلکو د ژوند ښه کیدل دی. د متحده ایالاتو نړیواله پراختیائی اداره (USAID ) د مشروع عوایدو او کاری زمینو د برابرولو له لاری غواړی چی د هلمند، کندهار او ارزگان په ولایتونو کی په تدریجی توگه پر کوکنارو باندی د اتکأ کچه ټیټه کړی.

Learn more: Alternative Development | About this activity



Related stories

Print this pageEmail this page

Last updated August 27, 2008

Viewers: Word | Adobe (PDF)

Privacy Statement www.usaid.gov

USAID | Afghanistan
Great Masood Road | Kabul, Afghanistan
Tel 202.216.6288
KABULUSAIDINFORMATION@usaid.gov