Press Release
د شاتو دپروسس کولو او بسته بندۍ لومړی آسانتیا په ننګرهار کې په کارپيل وکړ
Jalalabad, Afghanistan
|
Saturday, April 25, 2009
داپریل دمياشتي په پیځه ویشتمه نيټه د شاتو دپروسس کولو او بسته بندۍ لومړی فابریکی په ننګرهار کي په کار پيل وکړ. دا فابریکه به په افغانستان کی دشاتودمچیودروزني په برخه کی ډیر حیاتی رول ولوبوي. ددی نوي او عصري ټیکنالوجی سره به افغان شات تولیدوونکي وکړای شي چی دنوي داخلي او خارجي مارکیټ دمعیاراتو سره سم شات تولید او بازارته وړاندی کړي.د ساتودپروسس اوبسته بندی نوموړي آسانتيا دامریکا دمتحده ایالاتودنړیوال پرمختګ اداری په مالی اوتخنیکی مرستی دننګرهارد شاتومچيودروزني ټولنی ته ورکړل شوه.
دنوموړی آسانتیا څخه به په ختیځ زون کي ۵۰۰ شات تولیدوونکی اودشاتودمچیوروزونکي ګټه پورته کړي. نوموړي آسانتيا به په ورځ کي د۸۰۰ کيلو شاتودپروسس کولو وړتیا ولري. دغه آسانتيا ددي وړتیا لري چي دغوښتنو سره سم خپل ظرفیت پورته کړي. شات به دراټولوونکومرکزونويا Collecting Centers په وسيله نوموړي آسانتيا ته راوړل کيږي اوبیا به په آسانتیا کي دخوراک دنړیوال محافظتی معیاراتوInternational Food Safety Standards سره سم پروسس اوبسته بندي کيږي.
ددي آسانتيا دتاسیس نه وړاندي دختيځ زون ډیری تولید شوي شات دپروسس کولولپاره ګاونډي هیوادپاکستان ته وړل کیدل اودنوموړي هيواد په نامه بهر ته صادریدل. ددغه آسانتيا نه شتون ددي لامل وو چي افغاني متشثين ونه کړای شي په افغانستان کي تولید شوي شات دخپل مملکت ترنامه لاندي بهرته وليږي. مګراوس به افغانستان وکړای شي چي خپل توليد شوي شات مستقیماً نړیوالوبازاروته وليږي.
دننګرهاردمچيوروزونکوټولني ريس ریاض محمد وويل: دشاتودپروسس کولواوبسته بندی د آسانتيا دتاسیس کیدلوسره سم دشاتودپروسس کولو اوبسته بندی ټولي ستونزي حل شوي. دختیځ زون تولید شوي شات به دپروسس کیدواو بسته بندی نه وروسته دهیواد په دننه اودباندي ډیرښه مارکیټ ولري. دابه دتجارت دپرمختګ اودخلکودتشويق لامل شي چي دمچیودروزني په برخه کي پانګه واچوي. اوهمدارنګه نوروډيروخلکوته به دکارزمینه برابره شي.