Press Release
د افغانستان د مالیی وزیر د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالی پرمختیایی اداری په مرسته د ۹۲ میلیونو ډالرو په لګښت د اقتصادی اصلاحاتو نوی پروګرام پرانیست
Kabul, Afghanistan
|
Tuesday, September 08, 2009
محترم عمر زاخیلوال د افغانستان د مالیی وزیر د افغانستان د جمهوری دولت په استازیتوب او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالی پرمختیا اداری په مرسته د روان کال د اوږی د میاشتی په ۱۷ مه نیټه د مالیی وزارت د خیبر په تالار کی د ۹۲ میلیونو ډالرو په لګښت د اقتصادی اصلاحاتو پروګرام پرانسیت. د اقتصادی واکمنی او ودی پروګرام پنځه کلنه پروژه ده چی موخه یی د افغانستان د اسلامی دولت د مهمو ارګانونو لکه د مالیی وزارت، د افغانستان بانک، د سوداګری او صنایعو وزارت، د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت او همدارنګه د ملی شورا د اقتصادی کمیټی سره د تخنیکی مرستو برابرول دی ترڅو نوموړی ارګانونه وکولای شی اقتصادی پالیسی جوړی، پلی د کار زمینه برابره او همدارنګه اقتصادی ودی او واکمنی ته پراختیا ورکړی.
نوموړی پروګرام د افغانستان د اقتصادی اداری او خصوصی سکټور د ودی پروژی په ادامه مینځ ته راغلی دی چی په کال ۲۰۰۵ کی پیل شو او د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر میاشت کی به پای ته ورسیږی. دا پروګرام وکولای شول ترڅو د نظر وړ معیارونه د افغانستان د همکاره ادارو په مرستی سره لاس ته راوړی چی د مخابراتو د سکټور وده، د بانکداری څارنی ټینګښت او په کابل او جلال آباد کی د سوداګریز ثبت د لړی ساده کول په بر کی نیسی. اوسنی پروګرام به د مخکنی پروګرام د لاس ته راوړنو پر بنسټ د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مهمو ارګانونو او اړونده ولایتی ادارو سره مرسته وکړی ترڅو په ولایاتو، ولسوالیو او سیمو کی د اقتصادی اصلاحاتو لړی ته پراختیا ورکړی او په ځانګړی توګه:
-
د مالیی وزارت سره به مرسته وکړی ترڅو د مالی چارو عامه اداره ښه کړی په خاصه توګه د مالیاتی او غیر مالیاتی عواید به زیاتوالی وموندی.
-
د افغانستان بانک او د ولایتی نماینده ګیو سره به مرسته وکړی ترڅو په ټول هیواد کی د پیسو پالیسی پلی کړی.
-
د سوداګری او صنایعو وزارت سره مرسته ترڅو د نویو پالیسیو او د سوداګری قوانینو له لیاری د سوداګری زمینه برابره کړی. نوموړی پروژه به د افغانستان د مرکزی ثبت دفتر سره پّه کندهار، مزارشریف، هرات او ټول هیواد کی د شرکتونو د ثبتولو د لړی د چټکتیا په موخه مرسته وکړی.
-
د اقتصادی ودی او واکمنی پروژه به د سیمی قرارګاه، د ولایتی بیارغاونی ټیمونو او د دولتی ادارو لکه د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سره یوځای کار وکړی ترڅو د مخابراتی بنسټیز جوړښت یوه ښه بیلګه مینځ ته راوړی او همدارنګه د هیواد په کچه د افغانانو لپاره د سوداګری زمینه برابره کړی.
جلالتمآب جاکوب لیو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت معیین او جلالتمآب ډاکټر عمر زاخیل وال د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مالیی وزیر د دی مهم پروګرام په اړه د مطبوعاتی کنفرانس مشرتوب پر غاړه درلود. محترم زاخیل وال په دی اړه وویل: د اقتصادی ودی او واکمنی پروژه د افغانستان د پرمختیا په موخی د امریکا د متحده ایالاتو اساسی ژمنه ځرګندوی چی مهمه برخه یی د هیواد د اقتصاد وده ده. مونږ د امریکا د متحده ایالاتو له دولت او د امریکا د خلکو څخه د هغوی له ونډی او همکاری څخه مننه کوو. وروسته له هغه محترم الونزو ل. فولګام د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالی پرمختیایی اداری سرپرست او محترم زاخیلوال د دی پروژی د رسمی پرانیستلو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
Learn more:
Economic Growth
|
About this activity
|