Press Release
وړیا واکسین سعودي عربستان ته د تلونکوو لپاره
د واکسین دغه نوښت د هغو افغانانو روغتیایي اړتیاوې پوره کوي چې سعودي عربستان ته سفرکوي
Kabul, Afghanistan
|
Sunday, November 01, 2009
زرګونو افغانانو، چې سعودي عربستان ته سفرکوي خپل د اړتیا وړواکسین چې سعودي عربستان خاورې ته د ننوتو څخه دوړاندی باید ورته تطبیق شي کولای شي دافغانستان دعامې ورغتیا د وزارت په نوښت په وړیا توګه ترلاسه کړي. ددغه وړیا واکسینونو درانیولو لپاره مالي مرسته د متحده ایالتونود حکومت لخوا د متحده ایالتونو دنړیوالې پرمختیایی ادارې (USAID) له لارې او دیونیسف(UNICEF) لخوا برابر شوی ده.
د سعودي عربستان حکومت، چې سعودی عربستان ته د میلونونو مسافرینو په منځ کې د موسمي والګی د خپریدو څخه اندیښمن و پریکړه يې وکړه، چې دې هیواد ته سفرکوونکي باید خپل دراتګ څخه دوړاندې درې ډوله واکسینونه وکړي ترڅو په میلونونو زیارت کوونکي دموسمي والګي څخه په امن کړي او کله چې دوی بیرته خپلو هیوادونو ته راستنیږي نړی ته ددې والګي د خپریدوڅخه مخنیوي وکړي. د موسمي والګي د واکسین برسیره مسافرینو ته باید د مننجیت (Meningcoccal ) او ګوځنډ واکسین تطبیق شي.
دیکشنبی په ورځ ، ښاغلی ډاکټر سید محمد امین فاطمي، د افغانستان دعامې روغتیا وزیر او ښاغلی کارل ایکینبیری، د امریکې دمتحده ایالتونو سفیر په افغانستان کې دغه نوښت یې د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کی په لاره واچول. ددې نوښت دیوې برخې په توګه د بیلا بیلاو روغتیایی کلینیکونو روغتیایي کارکونکي یو شمیر هغو افغانانو ته چې سعودي عربستان ته د حج په سفرځي واکسین تطبیق کړل.
ښاغلی ډاکټر فاطمي وویل: " د افغانستان دروغتیا وزارت او حج ته تلوونکي حاجیانو د امريکې د حکومت اودخلکو سخاوتمندانه مرستې څخه چې ۳۵۰۰۰ډوزه موسمي واکسین افغاني حاجیانو ته يې برابر کړي مننه کوی ." " دا دافغانانو او متحده ایالتونو ترمنځ ددوستی او مشارکت فوق العاده بیلګه ده."
ښاغلی کارل ایکینبیری د متحده ایالتونو سفیر په خپل وار وویل: " داد هغو افغانانو لپاره، چې سعودي عربستان ته په دې موسم کې سفر کوي یو ښه نوښت دی. د امریکې حکومت خوشاله دی چې دغوافغانانو ته د اړتیا وړ واکسینونو دبرابرولو په اړه مرسته کوي ترڅو د سعودي عربستان د حکومت شرطونه تر سره شي. زه د امریکي دمتحده ایالتونو د خلکو په استازیتوب د حج زیارت کونکوو ته ښه او د امن نه ډک سفر غواړم."
حج ته دتلونکوو افغانانو لپاره د واکسین د برابرولو په هکله د معلوماتو ورکولو برسیره ښاغلي فاطمي او ښاغلی کارل ایکینبیری د متحده ایالتونو سفیرټولو افغانانو ته په ځانګړي توګه ماشومانو ته د معافیت او دناروغیو د مخه نیوونکي واکسینونو په تطبیق باندې تاکید وکړل. دتیرو پنځوکلونو په موده کې د هغو افغان ماشومانو په فیصدي کې ، چې ماشومتوب د ناروغیو ( شرې، نري رنځ، هیپتایتس بي، ګوځنډ، دیفتریا، توره ټوخله او تیتانوس) په وړاندې واکسین شوي دي په څرګند ډول زیاتوالی راغلی ده.
د روغتیا وزارت دمامورینو په وینا د موسمي والګي په وړاندې د هر عمر افغانانو ته واکسین کول داهمیت وړدی ( موسمي والګی هر کال په معموله توګه د ژمي په موسم کې را منځ ته کیږي) او د سختو تتفسي ناروغیو او حتی د سپین ږیرو او هغو کسانو په منځ کې ، چې پّ مزمنو ناروغیو باندې اخته دي د مړینې لامل ګرځي.
د واکسین نوښت یو روغتیایي پروګرام دی چې د متحده ایالتونو د نړیوالی پرمختیایي ادارې (USAID) په مرسته د روغتیا وزارت لخوا په لاره اچول کیږي.