Flags of the U.S. and Afghanistan

Press Release

د عامې روغتیا او مالیې وزارتونه د ۷۲ ملیونو ډالرو په ارزښت د شپاړسو قراردادونو دلاسلیک څخه وروسته د نوو ګډو روغتیایي خدمتونو د عرضه کولو پروژه په لاره اچوي

لمریز کال د لړم د میاشتې څوارلسمه نیټه:- نن د عامې روغتیا او مالیې وزارتونه په مجموعي ډول د تقریباً ۷۲ ملیونو ډالرو په ارزښت د ۱۲ لسو نا دولتي موسسو سره د شپاړسو قراردادونو دلاسلیک څخه وروسته د نوو ګډو روغتیایي خدمتونو د عرضه کولو پروګرام يې په لاره واچول ترڅو دغې موسسې ددوکلونو څخه په زیاته موده کې دافغانستان په دولسو ولایتونو کې روغتیايي خدمتونه ترسرته ورسوي.  دغه خدمتونه دامریکی دمتحده ایالاتو نو ددولت لخوا دامریکا دمتحده ایالتونو دنریوالی پرتوالی پرمختیا اداری (یوایس ای آی دی) له طریقه حمایه کیزی.

ددغو قراردادونو په لاسلیک سره په دولسو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونود بنسټیزې مجموعې (BPHS) او دروغتون د خدمتونو بنسټیزې مجموعې (EPHS) پلې کول اوپه کابل کی دوزیر اکبرخان دروغتون سره مرستې پیل کیږي. ددې ټولو قراردادونو پلې کولو لپاره مالي مرستې د کوربه هیواد دقراردادونو له لارې  دامریکا دمتحده ایالتونو دنریوالی  پرمختیا اداری (یو اس ایډ) له طریقه حمایه کیزی.

ددې قراردادونو د لاسلیک کولو په مراسمو کې ښاغلی ډاکټر سید محمد امین فاطمي، د افغانستان دعامې روغتیا وزیر، ښاغلی عمر زاخیلوال د افغانستان د مالیې وزیر او ښاغلی کارل ایکینبیری، د امریکې دمتحده ایالتونو سفیر په افغانستان کې دپورتنیو یادو شوو روغتیایی مجموعود ارزښت په هکله، چې د افغانانو روغتیایي حالت به ښه کړي او داچې دغه پروګرام به څرنګه د خلکو په ځانګړي توګه  د ښځو او ماشومانولاس رسۍ با کیفیته روغتیا څارنې ته اسانه کړي خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزیر،ښاغلی ډاکټر فاطمي وویل: " زه د خپل وزارت او د ماليې وزارت په کارکونکو باندې چې  د لومړي درجې غیر دولتی موسسو په انتخاب کې ، چې د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیا ادارې (یو اس ایډ) تر پوښښ لاندې دیارلسو ولایتونو کې لوړ کیفته روغتیايي خدمتونه ترسره کړي زیات زحمت ګاللي دي، ویاړم."

ښاغلی ډاکټر زاخیلوال وویل: " دافغانستان داسلامي جمهوریت حکومت ددې موقعې څخه په استفادې سره تاسو ته ډاډ ورکوي چې دغې مالي مرستې به په ډیره اغیزمنه، شفافه او حسابي توګه ولګیږي.  ښاغلی کارل ایکینبیری د متحده ایالتونو سفیر په خپل وار وویلې: " دا د افغانانو دژوند او روغتیا د ښه کولو په لاره یو مهم ګام دی. د غیرې دولتي موسسو سره د کوربه هیواد ددغو قراردادونود لاسلیک کولو په وسیلې سره به تر دې پروګرام لاندې دافغانستان ۳۵٪ څخه زیاتووګړوته  بنسټیز روغتیایي خدمتونه اود روغتون بنسټیزو خدمتونه ترسره شي. مونږ لدې څخه وړاندې روغتایي خدمتونو ته د خلکو په لاس رسۍ کې د پام وړلوړتیا ( د9%  څخه په ۲۰۰۱ م کال کې تر تقریباْ 85 % پورې نن) شاهدان وو."

دغه قراردادونه د دوو کلونومودې لپاره دي او دپایلو پر بنسټ تریو کاله پورې غزیدای شي. طمع کیږي چې د ګډوروغتیايي خدمتونو د عرضه کولوپروژې د ۲۳۶ میلونو ډالرو په مجموعي ارزښت د پنځو کلونو لپاره پلي شي. دیادولو وړدی چې په دغه رقم کې اساسي داروګان چې هغه هم د متحده ایالتونو دحکومت لخوا برابریږي شامل ندي.

ددې قراردادونوپه پایله کې، د عامې روغتیا وزارت به تر ۴۶۲ زیاتو روغتیايي مرکزونو او ۴۰۰۰ روغتیايی پوستو سره به مرسته وکړي. دولس ولایتونه عبارت دي له بدخشان، بغلان، بامیان، فاریاب، غزنی، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او تخار څخه.

Learn more: Health | About this activity



Related stories

Print this pageEmail this page

Last updated November 16, 2009

Viewers: Word | Adobe (PDF)

Privacy Statement www.usaid.gov

USAID | Afghanistan
Great Masood Road | Kabul, Afghanistan
Tel 202.216.6288
KABULUSAIDINFORMATION@usaid.gov